ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خبریالانو د طالبانو او حکومت د خبرونو نه خپرولو پرېکړه وکړه

د کندهار خبریالانو د طالبانو او حکومت د خبرونو نه خپرولو پرېکړه وکړه

author avatar
26 Apr 2018 - 09:55
د کندهار خبریالانو د طالبانو او حکومت د خبرونو نه خپرولو پرېکړه وکړه
author avatar
26 Apr 2018 - 09:55

کندهار (پژواک، ۶ غویی ۹۷): د کندهار خبریالان وايي، تر هغه طالبانو او حکومت ته منسوب خبرونه نه خپروي چې د عبدالمنان ارغند وژونکي نیول شوي نه وي او د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړل شوی.

عبدالمنان ارغند له کابل نیوز خصوصي ټلوېزیون سره کار کاوه چې تېره ورځ سهار له کور څخه دندې ته د تلو پر مهال د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې اړوند یارانه مارکېټ ته نژدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

کندهار مېشتو خبریالانو د دې پېښې په غبرګون کې بېړنۍ غونډه وکړه او د منان ارغند وژنه یې په سختو ټکو وغندله.

د کندهار لپاره د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول سمېع غیرتمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې نه یوازې خبریالان معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې سپکاوی یې کېږي، ژوند یې له ګواښ سره مخ کېږي او ان وژل کېږي.

هغه د منان ارغند وژنه یوه دردناکه پېښه وبلله او زیاته یې کړه چې د خبریال وژل د ولس د غږ او د بیان د ازادۍ وژنه ده.

دی وايي، کلونه کېږي چې لا هم ښکېلو غاړو په ټولنه کې د خبریال مقام او موقف نه دی پېژندلی او د خپلو اهدافو لپاره یې ان له ژونده بې برخې کوي.

نوموړي امنیتي ارګانونه پړه وګڼل چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، د خبریالانو لپاره دا حالت نور د زغملو نه دی او په ګډه يې پرېکړه وکړه چې تر هغه به طالبانو او حکومت ته منسوب خبرونه نه خپروي چې د ارغند وژونکي نیول شوي نه وي او په ټوله کې د خبریالانو ژوند خوندی شوی نه وي.

د کندهار پریس کلب مسوول جاوېد احمد تنویر وویل، ارواښاد ارغند او په ټولیزه توګه کندهار مېشتو خبریالانو کله هم له اصولو پښه نه ده اړولې او تل یې په بې پرې توګه د ژورنالیزم له قوانینو سره سم دنده تر سره کړي.

خو ده خواشیني وښوده چې بیا هم د خبریالانو ژوند ته پام نه کېږي، بلکې تهدیدېږي او وژل کېږي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د ارغند وژونکي ونیسي او قانون ته یې وسپاري او دغه راز دې په دې ولایت کې د مېشتو خبریالانو ژوند خوندي کړي.

هغه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې خبریالانو د خپلو اهدافو قرباني نه کړي او موقف ته یې درناوی وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.