د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي برخه عملي اقدامات نه دي کړي

حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي برخه عملي اقدامات نه دي کړي

Apr 26, 2018 - 14:57

مزارشريف (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې د انساني قاچاق پر وړاندې روانه مبارزه بايد له شعاري بڼې عملي بڼې ته واوړي.

د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۶مه د ((چټکې مرستې او پراختيا موسسې)) له خوا د انساني قاچاق په تړاو د عامه پوهاوي په اړه يو ورځنی سيمينار جوړ کړی و.

په ياد سيمينار کې د بلخ د دولتي چارواکو تر څنګ لسګونو اوسېدونکو هم برخه اخيستې وه.

دوی د انساني قاچاق د پېښو د پخلي تر څنګ له افغان حکومت او نړيوالو مرستندويه ټولنو د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې د عملي چارو ترسره کېدو جدي سپارښتنې وکړې.

د بلخ د عدليې رييس سيد محمد جعفر مصباح وويل چې د افغانستان په ټولو سيمو کې په بېلابېلو بڼو د انساني قاچاق پېښې رامنځته کېږي.

نوموړي زياته کړه چې انساني قاچاق د جنسي کارونې، د پيسو ترلاسه کېدو، په جګړو کې د ماشومانو کارونې او په نورو بېلابېلو موخو لپاره ترسره کېږي.

د هغه په وينا، افغان حکومت د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د دغه سيمينار ګډنوالو بيا د انساني قاچاق پر وړاندې روانه مبارزه هم د شعار تر بريده رالنډه وبلله.

د سيمينار ګډونوال محمد رفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه يې د انساني قاچاق پر وړاندې د افغان حکومت پرېکنده چارې نه دي ليدلې.

نوموړي زياته کړه چې په قضايي ارګانونو کې د شته فساد له امله د انساني قاچاق په څېر عملونو مخنيوی ناشونی دی.

هغه سپارښتنه وکړه چې دولت بايد د شعاري چارو پر ځای په عملي توګه د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي او ترسره کوونکي يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د دغه سيمنار تنظيموونکي عبدالرحمان شګيوال پژواک ته وويل، اړتيا ده چې د انساني قاچاق پر وړاندې د عامه پوهاوي په موخه دغه ډول سيمنيارونو جوړ کړای شي.

نوموړي زياته کړه چې لا هم افغانان د انساني قاچاق له بېلابېلو بڼو سره اشنا نه دي او په اړه يې کره معلومات هم نه لري.

د هغه په وينا دوی هڅه کوي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ورته سيمنارونو له لارې د انساني قاچاق پر وړاندې عامه پوهاوی رامنځ ته کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan