ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي برخه عملي اقدامات نه دي کړي

حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي برخه عملي اقدامات نه دي کړي

author avatar
26 Apr 2018 - 14:57
حکومت د انساني قاچاق د مخنیوي برخه عملي اقدامات نه دي کړي
author avatar
26 Apr 2018 - 14:57

مزارشريف (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې د انساني قاچاق پر وړاندې روانه مبارزه بايد له شعاري بڼې عملي بڼې ته واوړي.

د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۶مه د ((چټکې مرستې او پراختيا موسسې)) له خوا د انساني قاچاق په تړاو د عامه پوهاوي په اړه يو ورځنی سيمينار جوړ کړی و.

په ياد سيمينار کې د بلخ د دولتي چارواکو تر څنګ لسګونو اوسېدونکو هم برخه اخيستې وه.

دوی د انساني قاچاق د پېښو د پخلي تر څنګ له افغان حکومت او نړيوالو مرستندويه ټولنو د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې د عملي چارو ترسره کېدو جدي سپارښتنې وکړې.

د بلخ د عدليې رييس سيد محمد جعفر مصباح وويل چې د افغانستان په ټولو سيمو کې په بېلابېلو بڼو د انساني قاچاق پېښې رامنځته کېږي.

نوموړي زياته کړه چې انساني قاچاق د جنسي کارونې، د پيسو ترلاسه کېدو، په جګړو کې د ماشومانو کارونې او په نورو بېلابېلو موخو لپاره ترسره کېږي.

د هغه په وينا، افغان حکومت د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د دغه سيمينار ګډنوالو بيا د انساني قاچاق پر وړاندې روانه مبارزه هم د شعار تر بريده رالنډه وبلله.

د سيمينار ګډونوال محمد رفيق پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې دمه يې د انساني قاچاق پر وړاندې د افغان حکومت پرېکنده چارې نه دي ليدلې.

نوموړي زياته کړه چې په قضايي ارګانونو کې د شته فساد له امله د انساني قاچاق په څېر عملونو مخنيوی ناشونی دی.

هغه سپارښتنه وکړه چې دولت بايد د شعاري چارو پر ځای په عملي توګه د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي او ترسره کوونکي يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د دغه سيمنار تنظيموونکي عبدالرحمان شګيوال پژواک ته وويل، اړتيا ده چې د انساني قاچاق پر وړاندې د عامه پوهاوي په موخه دغه ډول سيمنيارونو جوړ کړای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.