ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خبريالانو ټولنو په کندهار کې د ځايي خبريال وژل وغندل

د خبريالانو ټولنو په کندهار کې د ځايي خبريال وژل وغندل

author avatar
26 Apr 2018 - 15:26
د خبريالانو ټولنو په کندهار کې د ځايي خبريال وژل وغندل
author avatar
26 Apr 2018 - 15:26

جلال اباد- کابل (پژواک، ۶ غويی ۹۷): په کابل، ننګرهار، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې د خبريالانو ټولنو په کندهار کې د کابل نيوز د خبريال وژل وغندل.

په کندهار کې د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند پرون سهار شاوخوا نهه بجې کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند يارانې بازار سيمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.

د ننګرهار ولايت خبريالانو په کندهار کې د کابل نيوز د خبريال عبدالمنان ارغند وژنه وغندله او د خپل امنيت غوښتنه يې هم وکړه.

دوی وويل، خبريالان بې پرې دي او په جګړه کې ښکېل اړخونه نه بايد د خبريالانو ژوند ته ګواښونه جوړ کړي.

د ننګرهار ولايت خبريالانو د غويي په ۶مه د يوې اعتراضيه غونډې پر مهال د نوموړي وژنه وغندله او جګړه کې ښکېلو غاړو باندې يې غږ وکړ چې د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

دوی دغه راز په ننګرهار کې هم شرايط نا سم وبلل او له چارواکو يې وغوښتل چې دلته دې هم د د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

په ختيځ کې د امريکا غږ خبريال او د خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي ذبيح الله غازي وويل چې د ارغند وژنه د ټولو خبريالانو پر وړاندې د ګواښ د موجوديت ثبوت دی او څرګندوي، په هېواد کې هېڅ خبریال خوندي نه دی.

هغه په جګړه کې ښکېلو غاړو باندې غږ وکړ، که د هر خبريال راپور مشکل لري، ورسره دې شريک کړي؛ هغه ته دې د وژلو جزا نه ورکوي.

په ننګرهار کې د يک ټلوېزيون خبريال تقي الله تقي په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل چې خبريالانو ته دې د ستونزو جوړولو پر ځای هغوی ته د راپور ورکولو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.

دی وويل، خبريالان د ولس ژبه ده او د هغوی په وژلو د ولس په ستوني پښه اېښودل کېږي او د ولس غږ بندېږي.

د طلوع نيوز خبريال زيار خان ياد بيا په ننګرهار کې هم د خبريالانو ژوند په خطر کې ياد کړ او پر چارواکو يې غږ وکړ چې د دوی ژوند خونديتوب ته دې کار وکړي.

هغه وويل زياته کړه ، د ننګرهار امنيتي وضعيت ورځ تر بلې په خرابېدو دی، خبريالان تر جدي ګواښونو لاندې دي او امنيتي ارګانونه يې بايد د ستونزو حل لپاره ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.