کابل (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د کابل پوليس وايي، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د بګرامۍ ولسوالۍ په حسن خېلو سيمه کې يو ډاکتر پر ډزو وژلی دی.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مطيع الله په نوم دغه ډاکتر تېره شپه اته بجې په خپل روغتيايي کلينيک کې پر ډزو وژل شوی دی.
د ده په وينا، تر اوسه نه ده معلومه چې بريدګر څو کسان وو او موخه يې څه وه، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن