ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې شپږ زره ښوونځي ودانۍ نه لري

په هېواد کې شپږ زره ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
26 Apr 2018 - 15:28
په هېواد کې شپږ زره ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
26 Apr 2018 - 15:28

کابل (پژواک، ۶غويی ۹۷): یو دولتي مسوول ویلي چې په هېواد کې نا امني د پوهنې پراختیا پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده چې له امله یې دا مهال نږدې زر ښوونځي تړلي او څه باندې شپږ زره یې ودانۍ نه لري.

د پوهنې او لوړو زده کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکارمیاګل وثیق نن په کابل کې د معارف نړيوالې اوونۍ په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د هېواد د پوهنې په اړه خبرې وکړي.

نوموړي وویل: ((معارف کې کمیت لوړ شوی دی، خو کیفیت نه دی لوړ شوی؛ چېرته چې باید اسانتیاوې رامنځ ته شي، نه دې شوي.))

وثیق زیاته کړه: ((ولسمشرسږ کال د پوهنې په نوم نومولی او د معارف اړوند کار ته یې لومړیتوب ورکړی؛ خو نا امني د دې چارې پر وړاندې خنډ شوې ده؛ په هېواد کې درې نیم میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي او زر ښوونځي د هېواد بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو له امله تړلي دي.))

یاد دولتي مقام وویل چې په هېواد کې له ۱۶زره ښوونځیو شپږ زره یې ځانګړې ودانۍ نه لري.

د ولسمشرسلاکار د خبرو په دوام ښوونځيو ته پر درناوي د ټینګار تر څنګ له وسله والو مخالفینو، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو او نړیوالو امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه څو د معارف له تاسیساتو د یو بل پر وړاندې د سنګر، پوځي موخو او جنګي خنډونو په توګه استفاده ونه کړي.

نوموړي په ورته وخت کې د ښوونکو لپاره د سرپناه جوړولو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۳۳۰ جریبه ځمکه ښوونکو ته ورکړل شوې ده څو کورونه پرې جوړ کړي او ټاکل شوې چې دا بهیر پراختیا ومومي.

د پوهنې وزارت سودا زده کړې مرستیال سردارمحمد رحیمي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په څو وروستیو کلونو کې د معارف په برخه کې پرمختګونه شوي: ((په روان کال کې کومو سیمو کې چې د ښوونې او روزنې اړوند خدمتونه وړاندې شوي، کیفیت ته یې پاملرنه کېږي او هغو سیمو کې چې دغه کار نه دی شوی، خدمتونه به وړاندې شي.))

د نوموړي په وینا، دا مهال د څه باندې ۲۰۰زره ښوونکو له ډلې شاوخوا نیمايي غیر مسلکي دي او اړینه ده چې د هغوی مسلکي پوهې لوړتیا لپاره کار وشي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستیال په ډاګه کړه چې اړینه ده افغان دولت د ښوونکو د ظرفیت لوړولو او د پوهنې له بهیره د بې برخې ماشومانو جذب لپاره، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ پراخ پروګرام ترسره کړي، څو د پوهنې پراختیا او ځواکمنتیا ته لارهواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.