کندوز (پژواک، ٦ غويى ٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي دي.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدين نظري د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ د قرلوق په کلي کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٤ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ولسوال په وينا، وسله والو طالبانو د ملي اردو يو رينجر هم سوځولی، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
نظري وويل، کله چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه ورسېدل، نو وسله وال له سيمې وتښتېدل.
په دشت ارچي ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچينې هم ياده پېښه تاييد کړه، خو دواړو سرچينو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پرون چې يې په ټول هېواد کې د الخندق په نامه عمليات پيل کړي، تر ١٣٠ زيات بريدونه يې کړي او لسګونه دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن