ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرستان کې پر واده د بريد له امله ٣ تنه وژل شوي  او ٣٠ زيات ټپيان دي

وزيرستان کې پر واده د بريد له امله ٣ تنه وژل شوي او ٣٠ زيات ټپيان دي

author avatar
27 Apr 2018 - 15:11
وزيرستان کې پر واده د بريد له امله ٣ تنه وژل شوي  او ٣٠ زيات ټپيان دي
author avatar
27 Apr 2018 - 15:11

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٧) : ناپېژاندو وسله والو په شمالي وزيرستان کې د واده پر مراسمو بريد کړى چې له امله يې درې تنه وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره شپه د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان د غلام خان په سيدګۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

شمالي وزيرستان حکومتي مسوولينو ويلي چې ناپېژاندو وسله والو د يوه ځايي اوسېدونکي د واده پر ګډونوالو د لاسي بمونو بريد کړى دى.

سرچينې زياته کړې،په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي چې د ميرانشاه او بنو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.