چاريکار (پژواک، ٧ غويى ٩٧) : د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ٥ تنه ټپيان شوي دي.
د قره باغ ولسوال محمد عظيم د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په پنځو بجو د ولسوالۍ د اکاخېل په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سپرليو يو ٣٠٤ موټر چې له کابل څخه د شمال پر لوري روان و، په ياده سيمه کې لومړى له زرنج او بيا له فلاينګ کوچ موټر سره يې ټکر کړى دى.
د ولسوال په وينا، په دې پېښه کې يو تن مړ او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې څلور ټپيان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي او يو تن د قره باغ ولسوالۍ په کلينيک کې تر درملنې لاندې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن