د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سلګونو خلکو په لغمان کې له راتلونکو ټاکنو څخه ملاتړ وکړ

سلګونو خلکو په لغمان کې له راتلونکو ټاکنو څخه ملاتړ وکړ

Apr 27, 2018 - 16:45

مهترلام (پژواک، ٧ غويى ٩٧) په لغمان ولايت کې د ټاکنې او د ولسونو برخلیک تر سرلیک لاندې جوړې شوې شوې دوه زره کسیزې غونډه کې له راتلونکو ټاکنو د ملاتړ اعلان وشو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا د ولایت مقام په نوښت ( ټاکنې او د ولسونو  برخلیک ) او دغه راز ( د ثور اتمه؛ د مجاهدینو د بریالیتوب ورځ ) تر سرلیکونو لاندې دوه جوړه شوې وهز

هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې د والي محمد اصف ننګ ترڅنګ ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د ولس منتخبو استازو، د ولسمشر ماڼۍ او اجرائیه ریاست سلاکارانو، د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، ولسوالانو او د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو دیني عالمانو، قومي او جهادي مشرانو، مېرمنو، ورزشکارانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون درلود.

د ولايت مرستيال شهزاده مظلوم یار د ثور د اتمې، د مجاهدینو د مبارزې او مجاهدې، د جهاد په لاره کې د ولسونو د تکلیفونو، د اسلامي انقلاب تر بریاليتوب وروسته د ځینو مجاهدینو په سهوو او خطاوو، د ولسونو په یووالي او دغه راز په راتلونکو ټاکنو کې د ولسونو په پراخې ونډې اخیستنې تفصیلي خبرې وکړې .

هغه له خلکو یې وغوښتل چې د یو باثباته، ولسواک او منتخب نظام د جوړېدو لپاره د راتلونکو ټاکنو په خاطر نوم لیکنه وکړي او په دغه ملي پروسه کې ځانونه سهیم کړي.

 اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د ټلیفون له لارې د ثور د اتمې په تړاو ولسونو ته د پیغام په وړاندې کولو سربېره خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نظام ملاتړ ته را وبلل او له ولسونو یې وغوښتل چې د ټاکنو په برخلیک ټاکونکې ملي پروسه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي. 

د لغمان د علماوو شورا رئیس مولوي عبید الله الکوزي، د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، د ولایتي شورا استازي ګلزار سنګروال، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي نقیب الله محبت او نورو ګډونوالو په ټاکنو کې د خلکو په پراخ ګډون د ټینګار تر څنګ له ولسونو وغوښتل چې تذکرې واخلي، د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي او د هېواد د جوړونې لپاره د خپل نظام سره اوږه په اوږه یو ځای کار  وکړي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ د ثور د اتمې، د مجاهدینو د برحقې مبارزې او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسونو په پراخې ونډې اخیستنې ټینګار وکړ او ژمن شو، چې د لغمان او د راتلونکو ټاکنو د امنیت خوندیتوب یې لومړیتوب دی او په دې تړاو بېلا بېلې امنیتي برنامې په پام کې لري.

هغه د روانو ناخوالو او نیابتي جګړې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د ولسونو په یووالي او یو موټی توب تاکید وکړ او په خلکو یې غږ وکړ، چې د یو هوسا، باثباته او ولسواک نظام د رامنځته کېدو لپاره په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement