ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د اروزګان – کندهار لارې تر څنګ، د ترينکوټ ښار هم وتاړه

لاريون کوونکو د اروزګان – کندهار لارې تر څنګ، د ترينکوټ ښار هم وتاړه

author avatar
28 Apr 2018 - 14:23
لاريون کوونکو د اروزګان – کندهار لارې تر څنګ، د ترينکوټ ښار هم وتاړه
author avatar
28 Apr 2018 - 14:23

ترينکوټ ( پژواک، ۸ غويى ۹۷): اروزګان کې سلګونو تنو د لاريون په دوهمه ورځ د ترينکوټ ښار وتاړه او يوځل بيا يې غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت او کندهار تر منځ د لويې لارې امنيتي ستونزو ته دې پاملرنه وشي.

دغو لاريون کوونکو د اروزګان – کندهار لويه لار تېره ورځ د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.

دوى وايي چې په دې وروستيو کې پر دغه لاره نا امنۍ زياتې شوې او هر وخت مسافر له موټرو تر ښکته کولو وروسته وژل کېږي او يا هم تښتول کېږي.

وسله والو مخالفينو په تېرو څو مياشتو کې د دې لارې لسګونه مسافر له ځان سره بيولي او ځينې يې وژلي هم دي.

اعتراض کوونکي نيوکه کوي چې نه يوازې د دغې لارې په اوږدو کې طالبان راوځي او مسافر له ځان سره وړي، بلکې په ځنيو سيمو کې د دولتي پوستو کسان هم له مسافرو سره ناوړه چلند کوي.

لاريون کوونکو نن د لاريون په دوهمه ورځ د دغه ولايت مرکز ترينکوټ ښار هم تړلى او د لارې څاګي نومي سيمه کې يې اعتراضي غونډه جوړه کړې ده.

هغوى شعار ورکوي او وايي:"نور د لارې پر سر ناامني او بي عزتي نه شو زغملای"

دوی له رسنيو سره په خبرو کې وويل، تر هغه به دا لويه لاره تړلي او ښار به هم بند وي چې پر دغه لاره شته ستونزي له منځه ولاړي شي او د دغې لارې پوليس له دندو ګوښه شي.

له لاريون والو څخه د عبدالمنان په نوم يو تن پژواک ته وويل:" دغه لاريون به تر هغه دوام ولري چې چارواکي  د اروزګانيانو او په ځانګړی توګه د هغو مسافرو امنيت خوندي کړي چې پر دغې لاره تګ راتګ کوي."

منان وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې هره ورځ د لارې په اوږدو کې مسافر له موټرو ښکته کيږي، يا يې طالبان له ځان سره وړي او يا پوليس بېګار پرې کوي.

بل لاريون کوونکى صديق الله هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې د لاريون کوونکو شمېر به ورځ تر بلې زيات شي او تر هغه به  خپل دغه مدني خوځښت ته دوام ورکړي چې غوښتنې يې ومنل شي.

د اروزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان وايې، تېره ورځ ېې د اروزګانيانو غوښتني په کابل کې له چارواکيو سره شريکې کړي دي او هڅه به وشي چې د کندهار د ولايتي اداری سره هم شريکي شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.