جلال اباد (پژواک ۸ غويي ٩٧): نن سهار د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د دوو چاودنو له امله دوه د ټرافيک پوليس او لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه چاودنه نن سهار ۸ بجې او شل دقېقې د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند د چپرهار زړې هډې په سيمه کې د ټرافيک پوليسو غرفه کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
دى وايي چې په چاودنه کې دوه د ټرافيکو پوليس او ٨ ملکی وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخيل وايي چې ياد ټپيان د ننګرهار ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
د ننګرهار د والي وياند وايي چې نن سهار شاوخوا ٧ بجې د جلال اباد د شپږمې ناحيې اړوند سيمه کې هم د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وشوه او له امله يې دوه ملکي وګړي ټپيان شول.
د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن