ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ګوشته کې پنځه پوليس او څلور ملکي وژل شوي دي

د ننګرهار په ګوشته کې پنځه پوليس او څلور ملکي وژل شوي دي

author avatar
28 Apr 2018 - 10:38
د ننګرهار په ګوشته کې پنځه پوليس او څلور ملکي وژل شوي دي
author avatar
28 Apr 2018 - 10:38

جلال اباد (پژواک، ٨ غويى ٩٧): د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سيمه يزو پوليسو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

ننګرهار کې يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې وسله والو طالبانو د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د سربند په نوم د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته ‌‌‌‌‌‌ډله ييز بريد وکړ.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د والي وياند عطاالله خوږياڼی د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې په دغه بريد کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې او په اړه به يې معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

خو د سيمې يو قومي مشر کريم خان وايي، چې د دې بريد پر مهال د يادې سيمې د "خويزو" کلي د خلکو پر کورونو د وسله والو د هاوان او راکټ ګوليو د لګېدو له امله دوې مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي دي.

دی زياتوي چې په بريدونو کې يو جومات او څو کورونه هم تخريب شوي او يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جزيياتو له ورکولو پرته ادعا کوي چې د سربند پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې او په پوسته کې مېشت سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.