ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم بريد ١٦ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم بريد ١٦ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
28 Apr 2018 - 09:04
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم بريد ١٦ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
28 Apr 2018 - 09:04

لښکرګاه (پژواک، ٨ غويى ٩٧): د هلمند په  نادعلي ولسوالۍ د موټر بم بريد له امله دوه د ملي اردو سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي او د ٧ ملکي وګړو او درېيو د ملي اردو سرتېرو په ګډون لس تنه ټپيان دي.

د هلمند والي حيات الله حيات وايي چې دغه بريد نن سهار د مازاد موټر په مټ  د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ په سيمه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دريمې لوا، دوهم کنډک قراول ته څېرمه شوی دى.

د هغه په وينا، موټر ځکه قراول ته څېرمه چاودېدلى او هدف ته نه دى رسېدلى چې د ملي اردو سرتيري پوه شوي و، او ډزې يې پرې کړې وې.

والي وايي چې په دغه بريد کې  يو د ملي اردو سرتيرى او څلور ملکيان وژل شوي، ٧ ملکي وګړي او درې د ملي اردو سرتيري ټپيان دي.  

خو هلمند کې د اېمرجنسي روغتون د يو کارکوونکي په وينا، په دغه بريد کې د ملي اردو د وژل شويو دوو سرتېرو مړي او په بريد کې ټپي شوى يو ملکي وګړى دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى او ويلي يې دي د موټربم په مټ تر سره شوي دغه ځانمرګي بريد کې دولتي ځواکونو ته زيان اوښتې دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.