د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د خبريالانو پريکون دوام لري

د کندهار د خبريالانو پريکون دوام لري

Apr 28, 2018 - 17:13

کندهار (پژواک، ۸ غویی ۹۷): کندهار کې د کابل نيوز خصوصي ټلويزيون خبريال عبدالمنان ارغند د وژل کېدو په غبرګون کې د کندهار د خبريالانو پرېکون دوام لري او د ارغند وژنه نن د پروان خبريالانو هم وغندله.

عبدالمنان ارغند د غويي په ۵مه سهار له کور څخه دندې ته د تلو پر مهال د کندهار ښار د نهمې  امنیتي حوزې اړوند يارانه مارکېټ ته نږدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د هغه له وژل کېدو څلور ورځې تېرېږي خو تر اوسه یې کومې ډلې د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی خو د هغه د کورنۍ غړي وايي چې وسله والو طالبانو ورته څو ځلې د وژلو ګواښ کړی و.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندهار خبريالانو د دولت او وسله والو مخالفينو خبرونه تحريم کړي دي.

هغوی حکومت د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې په بې تفاوتۍ تورنوي او  ګواښ کوي چې که حالت همداسې دوام وکړي نو دندې به پرېږدي او له دغه ولايت څخه به ووځي.

کندهار مېشتو خبريالانو نن د غويي په اتمه په کندهار پريس کلب کې د عبدالمنان ارغند د فاتحې او ختم تر څنګ احتجاجي غونډه وکړه چې لسګونو مدني فعالانو هم په کې ګډون کړی وو.

د کندهار د ازادو ژورنالېستانو د مرکز په استازولۍ احمد لودين وويل، د  ارغند د وژل کېدو په غبرګون کې د خبريالانو پرېکون دوام لري او د جګړې د ښېکلو غاړو هېڅ راز خبر نه خپروي.

هغه زياته کړه، کندهار مېشتي خبريالان په ورته توګه د بيان د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره هم پرېکون اعلانوي چې د مې په درېيمه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

دی وايي، د کندهار د خبريالانو ژوند خوندي نه دی او ښکېلې غاړې يې ژوند او موقف ته درناوی نه کوي.

د ده په وينا، تر ټولو دردونکې دا ده چې حکومت هم د وروستۍ پيښې او په ټوله کې د خبريالانو د خونديتوب په اړه چوپ پاتې دی . دى وايي دا بې تفاوتي ښيي چې په دې اړه  د کوم اقدام اراده نه لري.

د کندهار لپاره د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول سمېع غيرتمل هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خبريالانو پرېکون او احتجاج به تر هغه روان وي چې غوښتنې ېې ومنل شي.

ده وويل، له حکومت څخه د خبريالانو غوښتنه دا ده چې د عبدالمنان ارغند د وژل کېدو اصلي عاملين ونيول شي او د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې نه يوازې خبريالان معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې سپکاوی ېې کېږي، ژوند ېې له ګواښ سره مخ کېږي او ان وژل کېږي.

ده په دې برخه کې د حکومت پر بې تفاوتۍ اندېښنه وښوده او ګواښ ېې وکړ چې که حالت همداسې دوام وکړي نو د کندهار خبريالان به اړ شي چې دندې پرېږدي او د خپل ژوند د خونديتوب په خاطر له دې ولايته ووځي.

په کندهار کې د هېواد راډيو او ټلوېزيون مسوول هم ورته څرګندونې وکړې او د حکومت تر څنګ يې پر نړيوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د دې ولايت د خبريالانو د ژوند د مصوونيت په خاطر اقدام وکړي.

په غونډه کې يو شمېر مدني فعالانو هم له خبريالانو سره خواخوږي وښوده او ويې ويل ټول له خبريالانو سره په خوا کې ولاړ دي.

دوی وويل، کلونه کېږي چې لا هم ښکېلو غاړو په ټولنه کې د خبريال مقام او موقف نه دی پېژندلی او د خپلو اهدافو لپاره يې ان له ژونده بې برخې کوي.

هغوی د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې خبريالان د خپلو اهدافو قرباني نه کړي او موقف ته يې درناوی وکړي.

نن د پروان خبريالانو او ځينو چارواکيو هم په ګډه ناسته کې د ارغند وژنه وغندله.

د پروان والي فضل الدين عيار ، د ارغند وژنه غيراسلامي او غير انساني عمل وباله. هغه وويل چې رسنۍ د خلکو ژبه ده او بايد ټول ملاتړ ترې وکړي.

د ولايتي شورا غړي عبدالظاهر سالنګي هم ورته څرګندونې وکړې، ويې ويل چې د ارغند قاتل بايد وپيژندل شي او سزا ورکړل شي.

په پروان کې د باختر اژانس مدير عبدالغفار روفي وويل د ارغند وژنه وغندله او ويې ويل چې د هغه په وژنې سره به هېواد کې رسنيز فعاليتونه محدود نه شي بلکې تر پخوا به ډېر شي.

عبدالمنان ارغند د مولوي سردار محمد فيضاني زوی په ۱۳۶۲ لمريز کال د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلي کې زېږېدلی و.

هغه د کندهار ښار له ظاهر شاهي عالي ليسې څخه په ۱۳۸۸ لمريز کال کې فارغ شوی و او په دې ورستیو کې یې د کندهار په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې.

ارغند له تېري څه باندې يوې لسيزې راهيسې د کندهار په رسنيز ډګر کې د خبریال په توګه کار کاوه له کابل نیوز ټلوېزیون سره یې رسمي دنده لرله.

هغه یوه مېرمن، يوه لور او دوه زامن تر شا پرېښودل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan