ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د خبريالانو پريکون دوام لري

د کندهار د خبريالانو پريکون دوام لري

author avatar
28 Apr 2018 - 17:13
د کندهار د خبريالانو پريکون دوام لري
author avatar
28 Apr 2018 - 17:13

کندهار (پژواک، ۸ غویی ۹۷): کندهار کې د کابل نيوز خصوصي ټلويزيون خبريال عبدالمنان ارغند د وژل کېدو په غبرګون کې د کندهار د خبريالانو پرېکون دوام لري او د ارغند وژنه نن د پروان خبريالانو هم وغندله.

عبدالمنان ارغند د غويي په ۵مه سهار له کور څخه دندې ته د تلو پر مهال د کندهار ښار د نهمې  امنیتي حوزې اړوند يارانه مارکېټ ته نږدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د هغه له وژل کېدو څلور ورځې تېرېږي خو تر اوسه یې کومې ډلې د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی خو د هغه د کورنۍ غړي وايي چې وسله والو طالبانو ورته څو ځلې د وژلو ګواښ کړی و.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندهار خبريالانو د دولت او وسله والو مخالفينو خبرونه تحريم کړي دي.

هغوی حکومت د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې په بې تفاوتۍ تورنوي او  ګواښ کوي چې که حالت همداسې دوام وکړي نو دندې به پرېږدي او له دغه ولايت څخه به ووځي.

کندهار مېشتو خبريالانو نن د غويي په اتمه په کندهار پريس کلب کې د عبدالمنان ارغند د فاتحې او ختم تر څنګ احتجاجي غونډه وکړه چې لسګونو مدني فعالانو هم په کې ګډون کړی وو.

د کندهار د ازادو ژورنالېستانو د مرکز په استازولۍ احمد لودين وويل، د  ارغند د وژل کېدو په غبرګون کې د خبريالانو پرېکون دوام لري او د جګړې د ښېکلو غاړو هېڅ راز خبر نه خپروي.

هغه زياته کړه، کندهار مېشتي خبريالان په ورته توګه د بيان د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره هم پرېکون اعلانوي چې د مې په درېيمه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

دی وايي، د کندهار د خبريالانو ژوند خوندي نه دی او ښکېلې غاړې يې ژوند او موقف ته درناوی نه کوي.

د ده په وينا، تر ټولو دردونکې دا ده چې حکومت هم د وروستۍ پيښې او په ټوله کې د خبريالانو د خونديتوب په اړه چوپ پاتې دی . دى وايي دا بې تفاوتي ښيي چې په دې اړه  د کوم اقدام اراده نه لري.

د کندهار لپاره د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول سمېع غيرتمل هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خبريالانو پرېکون او احتجاج به تر هغه روان وي چې غوښتنې ېې ومنل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.