ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د مرمۍ چاودنې درې کسان وژلي او اته نور ټپیان دي

ننګرهار کې د مرمۍ چاودنې درې کسان وژلي او اته نور ټپیان دي

author avatar
29 Apr 2018 - 11:11
ننګرهار کې د مرمۍ چاودنې درې کسان وژلي او اته نور ټپیان دي
author avatar
29 Apr 2018 - 11:11

جلال اباد (پژواک، ٩ غويى ٩٧): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د راکټ دغه مرمۍ د طالبانو له خوا تېره شپه د سره رود ولسوالۍ پر فتح اباد سیمه توغول شوې وه خو چاودلې نه وه.

هغه زیاتوي، پر یاده مرمۍ نن سهار ماشومانو لوبې کولې چې پرې چاودلې او له امله یې دوه ښځې او يوه ماشومه وژل شوې او د دوو نجونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون اته ماشومان ټپيان دي.

هغه وايي، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.