ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې ۲۶۸ ښوونځي ودانۍ نه لري

بدخشان کې ۲۶۸ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
29 Apr 2018 - 14:27
بدخشان کې ۲۶۸ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
29 Apr 2018 - 14:27

فيض اباد (پژواک، ۹ غويی ۹۷): د بدخشان چارواکي وايي چې د دغه ولايت له ۷۲۸ ښوونځيو څخه شاوخوا ۲۶۸ يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان او خېمو لاندې درس وايي او ځيني جوړ شوي ښوونځي هم وران شوي دي.

د بدخشان د پوهنې رييس روح الله محقق پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه ودانۍ چې په تېرو ۱۵کلونو کې جوړ شوي، معياري نه دي او ډېری يې وران شوي او درزونه يې کړي، ځکه چې په يادو ودانيو کې کارول شوي ساختماني توکي بې کيفيته دي او اوس بايد نوې ودانۍ جوړې شي.

هغه زياته کړه: "د بدخشان د پوهنې په کچه بله ستونزه دا ده چې په ځينو لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې د خلکو د اړتيا او نفوس ډېروالي ته له پام پرته په داسې ځايونو کې ښوونځي جوړ شوي چې اصلاً په هغې سيمه کې د ښوونځي جوړېدو ته اړتيا نه وه او د لري توب له امله دغه ښوونځي ته زده کوونکي نه شي تلای."

محقق وويل، هغه څېړنه چې د بدخشان د پوهنې رياست د څارنې له خوا شوې، ښيي چې دغه ښوونځي، په تېرو وختونو کې د خلکو د شخصي سليقو له مخې جوړ شوي، چې اوسمهال د استفادې وړ نه دي.

د بدخشان د پوهنې رييس زياته کړه: "موږ اوس د عمومي تعليماتو په ښوونځيو کې له ۳۶۰۰۰۰ډېر زده کوونکي لرو، چې ۴۹سلنه يې نجونې دي."

سرچينې وويل چې دغه ستونزه يې له پوهنې وزارت او همکارو موسسو سره شريکه کړې او هڅه کېږي چې يادې ستونزې حل کړي.

د سنګ مهر د نجونو لېسه چې د بدخشان د پوهنې رياست په شاوخوا ۲۰۰ مترۍ کې موقعيت لري، ۲۳۹۴ زده کوونکو ته يې د د ۶۷ رسمي او ۸ خدمتي ښوونکو له خوا درس ور کول کېږي، ۱۳ درسي ټولګي لري او ډېری زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې يا خېمه کې درس وايي.

د ياد ښوونځي مدير زحل حسام وويل چې په ياده ليسه کې مېز، څوکۍ او تختې نه شته او د ځينو ټولګيو لپاره د ښوونکو له معاشه تختې پېرل شوې، خو د پوهنې رياست د پرله پسې وړانديزونو سره سره په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

د يادې لېسې د لومړنۍ دورې سر ښوونکې حماسې مهشيد وويل چې زده کوونکي اوسمهال په ۱۲ خېمو کې درس وايي چې ۲ خېمې يې د پوهنې رياست مرسته کړې او ۱۰ نورې خېمې د نورو ارګانونو له خوا مرسته شوې ده.

د سنګ مهر لېسې د ۱۱ ټولګي اول نومره فرزانې وويل: "زه له پوهنې رياست څخه غواړم چې زموږ د ښوونځي ستونزې حل کړي، که داسې ونه شي د ګرمۍ موسم په را رسېدو سره به زده کوونکي ناروغ شي، موږ مېز او څوکۍ نه لرو، په خاورو او دوړو کې درس وايو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.