جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکو، موټرسایکل پلرونکو او مستريانو د موټرسایکلونو د بنديز په غبرګون کې لاريون وکړ او د ولايت مقام مخې ته يې د اعتراض خېمه ووهله.
دوی د ننګرهار ولايت د نظامي شورا د هغې پرېکړې په غبرګون راوتلي چې جلال اباد ښار او نږدې ولسواليو کې يې پر موټرسایکل د ګرځېدو بنديز لګولی دی.
اعتراض کوونکو خپل لاريون د غويي په ۹مه سهار مهال د جلال اباد ښار مخابراتو له څلورلارې پيل او وروسته د پښتونستان واټ اړوند د ولايت مقام مخې ته ورسېدل.
دوی چې د خپل حق غواړو، د موټر سايکلونو بنديز نه منو چغې يې وهلې، د ولايت مقام مخې ته یې خېمه ووهله او د خپل حق غوښتنې غږونه يې کول.
اعتراض کوونکو ګواښ وکړ، تر هغه به له دې ځايه لاړ نه شي چې څو يې خپل حق نه وي ترلاسه کړی.
د جلال اباد ښار د موټرسايکل پلورونکو اتحاديې مرستيال او د لاريون يو تنظيموونکي ذبيح الله حقيار وويل، له ننني لاريونه يې موخه د خپلو حقونو غوښتل، هغه چې دولت ورته د پيسو په مقابل کې ورکړي دي.
دی وايي، د هر موټرسايکل په بدل کې يې دولت ته ماليه ورکړې، اسناد يې ورته جوړ کړي؛ خو بيا هم پرې دولت ياد بنديز لګولی چې دوی ته هېڅ د منلو نه دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د موټرسايکلونو د بنديز له امله په جلال اباد ښار او نږدې سيمو کې شاوخوا لس زره کسان بې روزګاره شوي چې د موټرسايکلونو د پلور، پېر، جوړولو او نورو برخو کې يې فعاليتونه کول.
د فولاد په نوم يوه موټرسايکل پلورونکي د ولايت د نظامي شورا دغه پرېکړه غير عادلانه او غير عاقلانه وبلله او ویې ويل، تر هغه وخته به خېمه لرې نه کړي چې مشروع غوښتنې يې ونه منل شي.
د صابر اکبر په نوم يوه بل موټرسايکل پلورونکي د ولايت يادې پرېکړې ته د ماشومانه پرېکړې خطاب وکړ او ټينګار يې وکړ چې ولايتي اداره بايد نمبر پلېټ او اسناد لرونکي نيول شوي موټرسايکلونه خوشي کړي.
دوی د لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې د دې پرېکړې د تغيير، د نيول شوو قانوني موټرسايکلونو د خلاصون او ځينې نورې غوښتنې شوې وې.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې ياده پرېکړه دوامداره نه ده، موقتي پرېکړه ده او د امنيت په تامين سره به بېرته موټرسايکلونو ته د ګرځېدو اجازه ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن