ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې چاودنې اته کسان ټپیان کړي

جلال اباد کې چاودنې اته کسان ټپیان کړي

author avatar
29 Apr 2018 - 13:26
جلال اباد کې چاودنې اته کسان ټپیان کړي
author avatar
29 Apr 2018 - 13:26

لومړى تعقيب - جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ټاکنو د نوم ليکنې يو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې د ماشومانو په ګډون ۸ کسان ټپيان شوي دي.

چاودنه د غويي په ۹مه غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند (شانزده فاميلي) سيمه کې د ټاکنو د نوم لیکنې له يو مرکز سره نږدې شوې ده.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د زرنج موټرسايکل په وسيله يوه جومات ته نږدې رامنځته شوې ده.

هغه وايي، په چاودنه کې اووه کسان چې ماشومان او يو پوليس هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل وايي چې د چاودنې له ځايه د جلال اباد حوزوي روغتون ته اووه ټپيان انتقال شوي چې يو يې پوليس او پاتې نور ماشومان دي.

هغه زياته کړه، ټپيان ټول تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي هم تاييد کړه چې د دوی د ټاکنو د نوم لیکنې يو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې او له امله يې د مرکز يوه ښځينه پوليسه او يو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.

یو بل کس عبدالله د پېښې ځای ته څېرمه د ډوډۍ پخولو دوکان لري، هغه وايي تر چاودنې وروسته يې يو شمېر ټپيان ليدلي چې خلکو موټرو کې روغتون لېږدول.

د چاودنې مسووليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

خو له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا څوم ځل دی چې د افغانستان دښمنان د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې  پر مرکزونو بریدونه کوي او دا ځل یې په جلال اباد ښار کې د نوم لیکنې یو مرکز (جومات) چې سپېڅلی ځای دی، هدف ګرځولی دی.  

سرچينه کاږي، د افغانستان دښمنان د ولسواکۍ د پروسو او دیني او اسلامي ارزښتونو مخالف دي چې د دوی دا ډول انساني او اسلامي ضد کړنې به په دغو پروسو کې د خلکو پر حضور او ګډون هیڅ ډول منفي تاثیر ونه لري او برعکس زموږ هېوادوال په پوره لېوالتیا د نوم لیکنې مرکزونو ته ورځي.

سرچينه زياتوي، حکومت د ترهګرو د کړنو د غندلوترڅنګ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته  سخت دستور ورکړی چې په ټول هېواد کې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.