ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د بورې جوړولو فابریکې فعالیت د لبلبو د نشتوالي له امله درېدلى

د بغلان د بورې جوړولو فابریکې فعالیت د لبلبو د نشتوالي له امله درېدلى

author avatar
29 Apr 2018 - 17:25
د بغلان د بورې جوړولو فابریکې فعالیت د لبلبو د نشتوالي له امله درېدلى
author avatar
29 Apr 2018 - 17:25

پلخمري (پژواک، ٩ غويى ٩٧): د بغلان د بورې جوړولو فابریکې مسوولین وايي، د لبلبو د نشتوالي له امله د فابریکې تولید په ټپه درېدلی او که کروندګر لبلبو ونه کري، دغه فابريکه به یو ځل بیا په بشپړ ډول له فعالیته وغورځېږي.

بلخوا د بغلان کروندګر وايي، حاضر دي چې په خپلو ځمکو کې لبلبو وکري، خو حکومت یې لبلبو په داسې ټیټه بیه پېرل غواړي چې د ځمکې لګښت هم پرې نه پوره کېږي.

د بغلان د بورې فابریکې سرپرست ريیس غلام سخي د غویی په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فابریکې د سقوط اصلي لامل د ځمکو نشتوالی او د کروندګرو له خوا د لبلبو نه کرل دي چې فابریکه یې له بیا ځلي سقوط سره مخ کړې ده.

ده زياته کړه، فابریکه ۶۰۰ جریبه ځمکه په واک کې لري چې د فابریکې فعالیت ته بسنه نه کوي؛ د فابریکې د نورمال فعالیت لپاره شل زره جریبه ځمکې ته اړتیا ده چې د لبلبو حاصل یې فابریکه باید لږ تر لږه درې میاشتې وچلوي.

د هغه په وينا، که د بغلان بورې جوړولو فابریکې لبلبو پیدا شي، ۷۰۰ کارګرو کسانو ته به په کې د کار اړتیا پیدا شي یاد شمېر کارګر چې اوسمهال په کور ناست دي، بېرته به پر کار وګومارل شي.

د دې فابريکې مشر له حکومته دې فابریکې ته توجه غواړي او زیاتوي چې د بغلان ولایت ځمکې یو ډول ناروغي هم لري؛ که حکومت د دغه ولایت هغه ځمکې چې لا تر اوسه کرل شوې نه دي، د فابریکې په واک کې ورکړي، فابریکه په یوه شپه او ورځ کې د ۶۰۰ ټنه لبلبو د پروسس ظرفیت لري چې له یو ټن څخه یې ۱۱۰ کیلوګرامه بوره ترلاسه کېږي او فابریکه په څلررویشتو ساعتونو کې ۶۶۰۰ ټنه بوره ترلاسه کولای شي چې د بورې په برخه کې د هېواد وګړو دېرش سلنه اړتیا پوره کوي.

سردارمحمد چې له لسو کلونو راهیسې د بغلان د شکرې فابریکه کې کار کوي، پژواک اژانس ته وویل: ((که دولت رښتیا هم غواړي چې خلکو ته کار پیدا کړي، نو د بغلان د قند فابریکې د فعالې ساتلو غم دې وخوري؛ په دې فابریکه کې شته کاریګرو په ډېرې سختۍ فابریکه یواځې فعاله ساتلې، حکومت دې ترې د تولید هڅه وکړي څو نورو ته هم په کې د کار کولو زمینه برابره شي.))

د ده په خبره، کرنې وزارت ته په کار ده چې کروندګر د لبلبو کرلو ته وهڅوي او له بزګرو سره داسې لازمې مرستې وشي چې د لبلبو کرلو ته تشویق شي.

د یادې فابریکې بل کار کوونکی ذبیح الله هم ورته شکایت لري.

ده وویل، که حکومت خلکو ته د کار په پیدا کولو کې رښتینی وي، د فابریکې فعاله ساتلو لپاره دې د بغلان له کروندګرو سره د لبلبو کرلو په برخه کې مرستې وکړي.

نوموړي زياته کړه، هېڅ باور یې نه شي چې حکومت دې د بغلان د بورې فابریکې د تېر په څېر فعالیت او فعال ساتلو لپاره پلان ولري، خو له ناهیلیو سره سره یې بیا هم له حکومته د بغلان د بورې جوړولو فابریکې د فعالې ساتلو غوښتنه کوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ارباب فراموز د بغلان د بورې جوړولو فابریکې د سقوط او له کاره لوېدو په اړه پژواک ته وویل: ((پخوا به حکومت له کروندګرو سره د لبلبو کرلو لپاره د کیمیاوي سرې او تخمونو مرسته کوله، اوس چې د کرنې وزارت له لوري له بزګرانو سره مرستې بندې شوې، کروندګر هم نه غواړي په خپلو ځمکو کې لبلبو وکري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.