د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ والي: د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د نورو وسله والو ډلو پيدا کېدو لامل شو

د بلخ والي: د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د نورو وسله والو ډلو پيدا کېدو لامل شو

Apr 29, 2018 - 17:29

مزارشريف (پژواک، ٩ غويى ۹۷): د بلخ دولتي چارواکي د جهاد بریا د افغان ولس وياړ بولي، خو د غويي له اتمې وروسته د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات په هېواد کې د روان ناورين پيلامه ګڼي.

همداراز دوی هغه کسان د تاريځ لوېدلې څېرې بولي چې د جهاد په نامه يې ځانونه قدرت ته رسولي دي او مالداره شوي دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي اتمه له روسانو سره د افغانانو د جهاد د بريا ورځې په توګه په رسمي غونډه کې ونمانځله.

دغه غونډه چې د بلخ ولايت مقام په تالار کې وشوه، د عامو خلکو تر څنګ په کې دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي له خوا د بلخ د والي محمد اسحق رهګذر پيغام ولوستل شو، په پيغام کې د روسانو پر وړاندې جهاد د افغانانو اړتيا او مسووليت ګڼل شوي وو.

خوهغه زياته کړې، د جهاد له بريا وروسته د ځينو ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې، بې تجربه توب او دسيسه جوړونه د مجاهدينو پر وړاندې سترې ستونزې وګڼلې.

اسحق رهګذر په خپل پيغام کې د غويي له اتمې وروسته د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات او ستونزې په افغانستان کې د طالب، القاعدې او داعش وسله والو د پيدا کېدو لامل وګڼل.

خو په ياده نمانځنه کې د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد بيا له روسانو سره افغان جهاد د افغانانو وياړ او سترتبو یاد کړ.

نوموړي زياته کړه چې د جهاد لاسته راوړنې يو کس، ډلې، قوم او سمت پورې رالنډې نه دي، بلکې د ټول ملت وياړ دی.

هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې هغه کسان او ډلې د تاريخ لوېدلې څېرې وګڼلې چې د جهاد وياړ د ځان ګڼي او له لارې يې ځانونه قدرت او مال ته رسولي دي.

بلخوا بيا د بلخ اوسېدونکي د غويي اوومه او اتمه دواړه ورځې د افغانستان د تاريخ شومې ورځې ګڼي.

د مزارشريف اوسېدونکي عطامحمد ساهو پژواک ته وويل: ((د غويي اوومه او اتمه زموږ د تاريځ شومې ورځې دي.))

نوموړي زياته کړه چې له همدې ورځو وروسته افغانستان تر ننه ښه ورځ نه ده ليدلې.

د هغه په وينا، افغانان د همدې دوه ورځو له امله تر ننه له بدو کړنو او راتلونکي سره مخ دي.

خو ملا عباس د شته حالاتو د خلاصون په موخه ټول افغانان ملي يووالي ته راوبلل.

نوموړي پژواک ته وويل چې که افغانان سره يو موټی شي، نو له شته بد حالت څخه ځان ژغورلی شي، کنه ټول عمر به ناکام وي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan