ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شوی

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شوی

author avatar
29 Apr 2018 - 16:49
د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شوی
author avatar
29 Apr 2018 - 16:49

کابل (پژواک، ۹ غويی ۹۷): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې اساسي روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ۲۲سلنه ډېر شوی، خو د تېرو درېیو کلونو په پرتله د ميندو د مړينې کچه ۴۵ سلنه او تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړينې کچه ۳ سلنه کمه شوې ده.

د دغه وزارت چارواکو نن د «د روغتيا د ښه والي او ارقامو د ښې استفادې لپاره چټک ښه والی» تر عنوان لاندې د روغتيا د پايلو د اووم کنفرانس د پرانيستې په مراسمو کې، د ساري ناروغيو او ټپي کېدو پېښو د ډېرېدو له امله اندښنه په ډاګه کړه.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د روغتيا په برخه کې د ستونزو او حل لارو پيدا کېدو په اړه بحث او د نظر تبادله کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو عمومي مشر عطاءالله سيدزي د روغتيا په برخه کې د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پرمهال وويل چې درې کاله پخوا د اساسي خدموتو وړاندې کېدو پوښښ ۶۳سلنه و، خو په ياد شويو درېيو کلونو کې د ۳۰۰نويو روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره، اوسمهال ۸۵سلنه دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه ۲۵۰۰روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، خو په ارزګان، زابل، غور، نورستان او فراه ولايتونو کې لا هم خلک د روغتيايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي او بايد دې برخې ته پام وشي.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې د ښځينه ډاکترانو او نرسانو کمښت يوه ستره ستونزه ګڼل کېږي او اوسمهال ۲۵سلنه روغتيايي مرکزونه ښځينه ډاکټرانې او ۱۷سلنه روغتيايي مرکزونه نرسانې لري.

ډاکټر سيدزي وويل چې د ۲۰۰۳ کال د احصاييې له مخې، په هرو سل زره ښځو کې۱۶۰۰يې په ولايتونو کې ژوند له لاسه ورکړی او په ۲۰۱۷ کې ۶۶۰تنو ژوند له لاسه ورکړی، خو اوس دغه شمېره ۳۹۰تنو ته رسېدلی دی.

نوموړي وويل چې په ۲۰۱۶ کال کې په هرو سل زرو  تر پنځو کلونو د ټيټ عمر  ماشومانو څخه ۷۰ تنو يې د ناعلاجه روغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی، خو اوس دغه شمېر ۶۷تنو ته رسېدلی دی.

خو ډاکتر سيدزي د شمېر له وړاندې کولو پرته وويل چې ساري، تنفسي ناروغي، د زړه ناروغي، لوړ فشار، د جګړو او ترافيکي پېښو له امله د ټپي کېدو پېښو ډېرېدو اندېښنې ډېرې کړې او د دې ټولو اصلي عامل په هېواد کې جګړه، ناسالم خواړه، اقتصادي بې وزلي او د اوبو او هوا ککړتيا ده.

د عامې روغتيا وزارت طبي شورا مشرې ډاکتر نسرين اورياخېل په دغه کنفرانس کې وويل چې په هېواد کې د صحي خدمتونو د ټيټ کيفيت بله ستونزه دا ده چې افغانانان هر کال د خپلې درملنې لپاره يوازې په هند کې له ۳۸۰ ميليونه ډېر امريکايي ډالر مصرفوي.

د هغه په خبره، که د صحي خدمتونو کيفيت لوړ شي، نو خلک به اړ نه وي چې د درملنې لپاره له هېواده بهر ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه چې بايد د عواملو، ننګونو او يادو ستونزو د حل پيدا کېدو لپاره تحقيق وشي او په ياد دوه ورځني کنفرانس کې به د دې ستونزې په اړه بحث وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.