ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې مشر څارنوالۍ ته معرفي شو

د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې مشر څارنوالۍ ته معرفي شو

author avatar
29 Apr 2018 - 19:32
د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې مشر څارنوالۍ ته معرفي شو
author avatar
29 Apr 2018 - 19:32

کابل (پژواک،۹غويی۹۷): حکومتي سرچينې وايي چې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس عبدالغيور اندرابي له خپل وظيفوي واک څخه د ناسمې استفادې په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.

يوې باوري حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې عبدالغيور اندرابي د ولسمشرۍ ماڼۍ په لارښوونې سره څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی، خو په دې اړه يې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

په لويه څارنوالۍ کې هم يوې باوري سرچينې تاييد کړې چې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس له خپل وظيفوي صلاحيت څخه د نا سمې استفادې په تور ياد شوي ارګان ته ور پېژندل شوی دی.

نوموړي وويل چې قضيه تر څېړنې لاندې ده او جزئيات به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.

خو د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.