بروکسل (پژواک، ٩ غويى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن وايي، د طالبانو مالي سرچينې چې هر چېرې وي، له منځه به يې یوسي.
هغه دغه څرګندونې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له افغان خبريالانو سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې.
جنرال نيکولسن وويل، د نشه يي توکو کاروبار د طالبانو لومړۍ مالي سرچينه ده،، دغه راز دوى له تښتونو، د کانونو له غير قانوني کيندنو او نورو جرمي کړنو هم عايدات ترلاسه کوي.
ده زياته کړه: ((زموږ لومړى هدف د هغوى د نشه يي توکو د سرچينو له منځه وړل و، په هلمند، نيمروز او فراه ولايتونو کې مو دغه کار وکړ او هغوى ته مو د ٤٠ ميليونه ډالر زيان واړاوه.))
د ناټو قوماندان وويل چې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو ځواکونه هم په دې برخه کې ډېر فعاليتونه کوي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دوى به د کوکنارو د فصل په له منځه وړو کې هم همکاري وکړي؟ وويل چې دوى يواځې د نشه يي توکو فابريکې، بازارونه او د کاروبار سيمې له منځه وړي.
جنرال نيکولسن د افغانستان پاکستان د اړيکو په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ترسره شوي سفر ته هيله مندي زياته ده.
هغه هيله څرګنده کړه چې پاکستان به د دغه سفر پر مهال پر شوو ژمنو او پرېکړو عمل وکړي؛ ځکه چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه وي.
ده زياته کړه: ((موږ ټول غواړو چې پاکستان د افغان سولې له پروسې سره همکاري او ملاتړ وکړي.))
جنرال نيکولسن وويل چې پر پاکستان قوي فشارونه زيات شوي، د امريکا حکومت پرې مرستې بندې کړې دي، د ناټو د بهرنیو چارو وزيرانو هم له پاکستانه وغوښتل چې قوي رول ادا کړي.
ده زياته کړه: ((موږ هيله لرو، د خبرو او همکاريو او فشار به دا لامل شي چې طالبان د سولې مېز ته راشي، پاکستان به د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.))
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د سولې وړانديز ته ځواب نه دى ويلى، خو د پردې شا ته د سولې ځينې خبرې او اشارې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن