ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: څو چې طالبانو د سولې وړاندیز منلی نه وي، جګړه به دوام لري

ناټو: څو چې طالبانو د سولې وړاندیز منلی نه وي، جګړه به دوام لري

author avatar
29 Apr 2018 - 16:42
ناټو: څو چې طالبانو د سولې وړاندیز منلی نه وي، جګړه به دوام لري
author avatar
29 Apr 2018 - 16:42

 

بروکسل (پژواک، ٩ غويى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازى وايي چې افغان حکومت د سولې په اړه د خپل مسووليت له مخې طرحه وړاندې کړې، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده.

د ناټو ملکي استازي کورنيليوز زميرمان دغه څرګندونې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د افغان خبريالانو له پلاوي سره د يوې مرکې پر مهال وکړې.

د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوه، په دې غونډه کې د افغان ملي ځواکونو د دوامداره ملاتړ تر څنګ وسله والو طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې د وړانديز هرکلى وشو.

د ناټو ملکي استازي کورنيليوز زميرمان وويل چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د افغانستان يو له مهمو پرمختګونو او لاسته راوړنو د رسنيو پرمختګ دى.

هغه زياته کړه چې ناټو سازمان له افغانستان سره خپلو دوامداره همکاريو او مرستو ته ژمن دى.

د ناټو ملکي استازي وويل چې د طالبانو له خوا په کابل او نورو سيمو کې له لويو او خونړيو بريدونو سره سره ولسمشر غني هغوى ته د سولې وړانديز وکړ چې يو  مثبت اقدام دى.

زميرمان وويل، ناټو به تر هغه پورې په افغانستان کې وي، څو په دغه هېواد کې دوامداره امنيت تامين نه شي.

هغه زياته کړه چې سازمان يې د افغانستان د حکومت په بلنه په دغه هېواد کې دى  او څو چې د هغوى غوښتنه وي، هلته به وي.

نوموړي له طالبانو سره د سولې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې پر مخ وړي او په دې برخه کې يې اجماع هم رامنځته کړې ده.

د هغه په وينا، څو چې طالبان د سولې وړانديز نه وي منلى، په افغانستان کې به جګړه دوام ولري.

زميرمان وويل چې افغان حکومت د سولې وړانديز کړى، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده چې سوله کوي او که جګړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.