ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د يوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي

په هرات کې د يوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي

author avatar
29 Apr 2018 - 16:40
په هرات کې د يوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي
author avatar
29 Apr 2018 - 16:40

هرات (پژواک، ۹ غويی ۹۷): د هرات ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې يوې وسله والې ډلې د استوګنې پر يوه کور بريد کړی او د يادې کورنۍ اووه غړي يې وژلي دي.

د هرات د پوليسو وياند جيلاني فرهاد وويل چې تېره نيمه شپه يوې وسله والې ډلې، د کشک رباط سنګي ولسوالۍ پر تونوش بيک کلي کې پر يوه کور بريد کړی او د يادې  کورنۍ اووه غړي يې پر ډزو وژلي دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې پلار، مور دوه زامن او دوه لوڼې شاملې دي او لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغه پېښه د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې ده.

د هرات د والي وياند وويل، بريد کوونکي سيمې ته د پوليسو تر رسېدو مخکې تښتېدلي، خو پوليسو د يادې پېښې د عاملينو نيولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د کشک رباط سنګي ولسوال فرهاد رووفيان پژواک ته وويل چې د دې پېښې عاملين  پېژندل شوي، د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د نيولو لپاره يې د پوليسو هڅې دوام لري.

هغه زياته کړه چې د يادې کورنۍ غړي د کهسان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو او د شخصي اختلافونو له امله يې کشک رباط سنګي ولسوالۍ ته راغلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.