ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د پشتکوه امنيې قوماندان او کسان يې پر فساد او ناوړه چلند تورنوي

خلک د پشتکوه امنيې قوماندان او کسان يې پر فساد او ناوړه چلند تورنوي

author avatar
30 Apr 2018 - 14:33
خلک د پشتکوه امنيې قوماندان او کسان يې پر فساد او ناوړه چلند تورنوي
author avatar
30 Apr 2018 - 14:33

فراه (پژواک،۱۰ غويی ۹۷): د فراه پشتکوه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د ملي پوليسو له چلنده شکايت کوي، هغوی پر فساد تورنوي او له حکومته غواړي چې د پوليسو د خپل سريو مخه ونيسي او امنيې قوماندان دې بدل کړي.

د پشتکوه ولسوالۍ ځايي خبريال او اوسېدونکي محمد پژمان پژواک خبري اژانس ته وويل، حاجي غلام چې پخوا يې په هلمند کې د پوليسو په ليکو کې دنده درلوده، کابو پنځه مياشتې مخکې د پشتکوه د امنيې قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، له هغې ورځې چې حاجي غلام د پشتکوه امنيې قوماندان په توګه ټاکل شوی، د پوليسو له خوا د خلکو ځورول اوج ته رسېدلي دي.

پژمان زياته کړه: "څو ورځې وړاندې ما خپله د ولسوالۍ سړک د کار له بهيره د راپور جوړولو په موخه يو عکس واخيست چې د پوليسو او خپله قوماندان له خوا وډبول شوم."

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: "پوليس را پسې راغلل او راته ويې وويل، او هلکه عکس ولې اخلې؟ ورته ومې ويل چې زه خبريال يم، د سړک د کار له بهيره عکس اخلم، راته ويې ويل چې موږ خبريال نه پېژنو، ټيلېفون يې را څخه واخيست او ښه يې وډبولم او بيا هټۍ وال او څو سپين ږيري راغلل او زه يې له هغوی خلاص کړم."

دغه ځايي خبريال زياته کړه چې پېښه مې د هېواد په لوېدېځ زون کې د خبريالانو ازاد انجمن او د خبريالانو د مصونيت کمېټې سره شريکه کړې او يادو بنسټونو دغې قضيې ته د رسېدو غوښتنه کړې ده.

پر پژمان سربېره د سيمې يو شمېر نور اوسېدونکي هم د پوليسو له چلنده شکايت کوي.

د فراه د مرکز اوسېدونکي عصمت الله وويل: "د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ ما کرولا موټر چلاوه او ورور مې هم راسره و، د شيخ ابونصر فراهي بندر پر لور د حرکت په حال کې وو، کله چې پشتکوه ولسوالۍ ته ورسېدو، د لارې په اوږدو کې له امنيې قوماندانۍ سره نږدې يو جمپ جوړ شوی و چې د موټر سينه ورباندې لګېده، زه لږ څنډې ته ولاړم او د جمپ تر څنګ مې خپل موټر سوکه تېر کړ چې وروسته پوليسو ودرولم او له کوم دليل پرته يې زه او زما ورو ښه وډبولو."

نوموړي زياته کړه: "د سيمې يوه سپين ږيري پر پوليسو غږ وکړ چې د خدای بندګانو څه ظلم کړی؟ خوشي يې کړئ، خو بې رحمه پوليسو د دغه سپين ږيري پر لوري څو ډزې وکړې، نږدې وه چې زموږ لپاره ووژل شي، خو له نېکه مرغه چې مرمۍ پر هغه ونه لګېدې."

عصمت الله ادعا وکړه چې تر وهلو ډبولو وروسته يې پوليسو ږيره ورته قيچي کړې ده.

له بلې خوا د پشتکوه خلکو او ځينو سوداګرو  څلور ورځې وړاندې د شيخ ابو نصر فراهي په بندر کې چې په پشتکوه کې موقعيت لري، پر اعتراض لاس پورې کړ او له حکومته يې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د پشتکوه ولسوالۍ امنيې قوماندان او د فراه ښار تر ياد بندر پورې غځېدلې لار کې مېشت پوليس دې هم بدل کړي.

عبدالکريم، محمد حليم، مجتبی او د پشتکوه ولسوالۍ ځينې نور اوسېدونکي هم د عصمت الله او پژمان خبرې تاييدوي او ياد شوې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليس پر غلا او د ولسوالۍ په مرکز کې د ښځينه زده کوونکو، سپين ږيرو، ځوانانو او هټۍ والو ته د درناوي پر نه کولو تورنوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.