د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"نا مسوول وسله وال او د کمېسیون نا سم مدیریت د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه دي"

"نا مسوول وسله وال او د کمېسیون نا سم مدیریت د ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه دي"

Apr 30, 2018 - 17:07

مزارشريف (پژواک، ١٠ غويی ۹۷): د بلخ وکيلان او مدني فعالان نا امنۍ، سيمه ييز زورواکي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ناسم مديريت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې جدي خنډونه بولي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ١٠مه د پارلمان او ولايتي شورا وکيلانو او مدني فعالينو د ټاکنو په تړاو د روانې پروسې په اړه خپلې اندېښنې او مشورې د خبري ناستې له لارې له رسنيو سره شريکې کړې.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو وکيل حاجي عبدو په دې خبري ناسته کې ټاکنې د نظام اصل وګاڼه او ولس يې په پراخه توګه په ټاکنو کې برخه اخيستو ته تشويق کړ.

خو نوموړي د ټاکنو په تړاو د روانې پروسې په اړه اندېښنه درلوده چې چارې يې سمې روانې نه دي.

د هغه په وينا، د رايې ورکولو په تړاو د تذکرو د وېش پروسه په اړه عامه پوهاوي کچه د نشت برابره ده.

عبدو وړانديز وکړ چې بايد د ټاکنو خپلواک کمېسون په خپلو مديريتي چارو له سره غور وکړي.

همداراز د بلخ ولايتي شورا رئيس ډاکټر محمد افضل حديد د رايې ورکولو په موخه د تذکرو د وېش په تړاو د خلکو بې خبري او د تذکرو پر شا د ټاکنيز سټيکر لګول د ټاکنو خپلواک کمېسون ناسم مديريت وګاڼه.

نوموړي نا امنۍ لا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ټاکنو پر وړاندې جدي ګواښ وباله او پر تذکرو د سټېکر لګېدل يې له همدې امله ستونزه وبلله چې ممکن خلک ورسره په نا امنو سيمو کې له ګواښ سره مخ شي.

خو مدني فعالينو بيا د شته ستونزو تر څنګ سيمه ييز نا مسوول وسله وال هم د ټاکنو پروسې پر وړاندې جدي ستونزه وبلله.

مدني فعال نجيب پيکان وويل، چې د ټاکنو پروسه کې بايد ټاکنو خپلواک کمېسيون او امنيتي چارواکي د زورواکو د لاسوهنې پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په ولايتونو کې د نا مسوولو وسله والو شتون د خلکو باور پر حکومت کمزوری کړی چې له همدې امله د ټاکنو پروسه ورته هم بې باوره ښکاري.

هغه په بلخ ولايت کې د غير مسوولو وسله والو د شتون په تړاو وويل: ((همدا اوس د ښار چوکونو ته لاړ شئ، وبه وينئ چې وکيل، دولتي کس، قوماندان، محلي قوماندان د خيزش مردمي قوماندان پسې څومره وسله وال او څو ميله وسلې روانې دي، همدا وحشت او وېره پيدا کوي.))

پيکان د ټاکنو پروسه د ښه شفافيت په تړاو د ورته حالت د سمېدو جدي غوښتنه وکړه.

خو د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوولين که څه هم د رايې ورکولو په موخه د تذکرو د وېش لړۍ د ناڅاپي پيل کېدو پخلی کوي، خو ټينګار کوي چې تر دې دمه دغه پروسه ښه روانه ده.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون سرپرست فضل احمد حياتي پژواک ته وويل چې په بلخ ولايت کې د رايې ورکولو په موخه د تذکرو د وېش او پرې د سټېکر لګولو لړۍ تر دې دمه له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ شوې نه ده.

نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه په دې پروسه کې ۲۸زره کسانو برخه اخيستې ده.

خو هغه د دې مسئلې پخلی وکړ چې د رايې ورکولو په موخه د تذکرو د وېش لړۍ په ناڅاپي توګه پيل شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې دغه چاره په مرکز پورې اړه لري چې دوی يې په ولايتونو کې د عملي کېدو مسووليت لري.

هغه هم د یادې پروسې په تړاو عامه پوهاوی لا اړين وباله.

د يادونې ده، تر دې مخکې په خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ټاکنو پر کمېسيون سختې نيوکې شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan