ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې د کارګرو ژوند او کار په خطر کې دي”

“په افغانستان کې د کارګرو ژوند او کار په خطر کې دي”

author avatar
1 May 2018 - 11:57
“په افغانستان کې د کارګرو ژوند او کار په خطر کې دي”
author avatar
1 May 2018 - 11:57

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٧): د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر وايي چې په افغانستان کې د کارګرو امنيت او کار دواړه خوندي نه دي.

ډاکتر محمد لياقت عادل دغه څرګندونې د غويي په ١١مه د کارګرانو د نړيوالې ورځې په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مې مياشتې لومړۍ نېټه د کارګرو او خواريکښو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

ډاکټر محمد لياقت عادل د دې ورځې په مناسبت ټولو کاريګرو او خواريکښو ته مبارکي ورکړه او له هغوى سره يې خپل يووالى څرګند کړ.

هغه په کابل کې پرونيو بريدونو ته په اشارې سره وويل، چې په دې کې د نورو کسانو ته ترڅنګ ٩ تنه ژورنالستان هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره يې خبريالي کوله.

ده زياته کړه: ((په هېواد کې نه د کاريګرو ژوند خوندي دى او نه يې کار، هر وخت چې کارفرما وغواړي، له دندې يې لرې کوي.))

ډاکتر عادل په هېواد کې د کارګرانو او خواريکښو اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ وباله او پر دولت او کارفرما يې غږ وکړ چې د کارګرانو خواريکښو حقوقو ته درناوی وکړي او ددغه قشر حقوق مراعات کړی.

هغه وايي: ((موږ به هېچا ته اجازه ورنه کړو چې د خواريکښو او مزدورانو حقوق تر پښو لاندې کړي.))

ده پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې د خواريکښې طبقې امنيت ته جدي پاملرنه وکړي او ورته زيان ونه رسوي.

د نوموړي په وينا، په هېواد کې بې روزګاري، فقر ، د کافي مزد نشتوالی په ښځو او ماشومانو شاقه کارونه ، فساد، روږدي کسان، بې سوادي، د بيو نه کنټرول، تبعيض او د کارګرانو د حقوقو غصب او د قوانینو ښه نه پلي کېدل اوج ته رسېدلي.

د هغه په وينا، لازمه ده چې د کار د نړيوال سازمان ILO د نورمونو مطابق دولت او کار فرما ددغه عظيم قشر حقوق ومني او تل بايد د هېواد په هغو پریکړو او ناستو کې چې د کار او کارګر اړوند وي د کاريګرو د حقوقو مدافعينو ټولنو ته په کې برخه ورکړي .

ډاکټر لياقت عادل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د دوى ټوله اتحاديه د کارګرانو د ملاتړ لپاره په مختلفو نړيوالو کمپاينونو کې برخه اخيستې او د هېواد په کچه د کار په ساحه کې يې له خواريکښو سره ليدنې کړې او د هغوى ستونزې يې اورېدلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.