ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ولایتي شورا يو غړی ټپي شوی

د ننګرهار ولایتي شورا يو غړی ټپي شوی

author avatar
1 May 2018 - 11:35
د ننګرهار ولایتي شورا يو غړی ټپي شوی
author avatar
1 May 2018 - 11:35

جلال اباد (پژواک ۱۱ غويى ۹۷): چارواکي وايي چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړي افتخار مومند په ګډون څلور کسان ټپیان شوي او د هغه يو ساتونکی وژل شوی دی.

د یاد ولایت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۱۱مه پژواک ته وويل چې د ماین دغه چاودنه نن سهار نږدې نهه بجې د کامې ولسوالۍ اړوند د ترۍ په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې افتخار مومند، د هغه دوه ساتونکي او یو ملکي وګړی ټپیان شوي او يو ساتونکى يې وژل شوى دی.

خوږياڼى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل وویل چې د یادې پېښې له ځایه يو مړی او درې ټپيان حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.