ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري د یوه ښوونځي ښوونکي له درېیو کلونو راهیسې تدریس ته نه دي حاضر شوي

د پلخمري د یوه ښوونځي ښوونکي له درېیو کلونو راهیسې تدریس ته نه دي حاضر شوي

author avatar
1 May 2018 - 16:34
د پلخمري د یوه ښوونځي ښوونکي له درېیو کلونو راهیسې تدریس ته نه دي حاضر شوي
author avatar
1 May 2018 - 16:34

پلخمري (پژواک، ١١ غويى ٩٧): په بغلان ولايت کې د يوه لومړني ښوونځي سلګونو زده کوونکو ته له تېرو درېيو کلونو راهيسې زده کړې نه دي ورکړل شوې، خو له ازموينې پرته يې نتايج اړوند څانګې ته سپارل شوي دي.

د "ارباب نظر محمد" په نوم دغه ښوونځى د ولايت د مرکز پلخمري اړوند د خواجه الوان سيمې د علي خېلو په کلي کې موقعيت لري.

د علي خېلو کلي قومي مشر محمد اکرم امرخېل د غويي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښوونځى شته، خو ښوونکي ورته نه دي راغلي.

هغه زياته کړه چې څو ځلې يې د پوهنې رياست مسوولینو ته د ښوونکو د غير حاضرۍ او په دوامداره توګه د نه ورتګ ويلي خو هغوی ورته نن سبا کوي او په همدې کې درې کاله تېر شول.

نوموړي پر پوهنې رياست نيوکه وکړه چې له دغه ښوونځي يې ليدنه نه ده کړې او نه يې هم دا ستونزه هواره کړه.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې ژر تر ژره ورته ښوونکي معرفي نه شي، نو دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د یادې سیمې بل قومي مشر حاجي شهزاده هم پژواک ته وويل چې د يو څو ورځو لپاره ښوونکي راغلل، بيا بېرته ورک شول.

ده زياته کړه: ((موږ فکر وکړ چې ښوونځى تړل شوى، خو داسې نه ده، د ښوونکو او نورو مامورينو معاشونه حواله کېږي، خو زده کړې په کې نشته.))

دعلي خېلو کلي لسګونه ماشومان وايي چې زده کړو ته يې زړه کېږي خو په ښوونځي کې يې ښوونکي نشته.

د دغه ولايت د پوهنې سرپرست رييس مولوي نقیب الله سجاد وايي چې دوى د ياد ښوونځي په اړه معلومات نه لري چې ولې ښوونکي نه لري.

هغه پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست په اسنادو کې د علي خېلو ښوونځي سلګونه زده کوونکي، درې ښوونکي يو سر ښوونکی او یو څوکیدار ثبت دي چې د تاسیس له ورځې راهیسې خپل امتیازات ترلاسه کوي خو ښوونکو يې دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې نور یاد ښوونځي ته نه شي تللای.

د مولوي سجاد په وينا، غواړي چې د دغه ښوونځي د ښوونکو د غیر حاضرۍ د علت معلومولو او ښوونځي د تړل کېدو په اړه د څېړنو لپاره يوه کمېټه وټاکي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.