ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې تېره يوه نيمه مياشت د زندۍ کېدو پنځه پېښې ثبت شوې دي

سمنګان کې تېره يوه نيمه مياشت د زندۍ کېدو پنځه پېښې ثبت شوې دي

author avatar
1 May 2018 - 14:45
سمنګان کې تېره يوه نيمه مياشت د زندۍ کېدو پنځه پېښې ثبت شوې دي
author avatar
1 May 2018 - 14:45

ايبک (پژواک، ۱۱ غويی ۹۷): په سمنګان کې د زندۍ کېدو له لارې د يوه ۱۳کلن ماشوم په وژل کېدو سره، په ياد ولايت کې د تېرې يوې نيمې مياشتې په اوږدو کې د وژل شوو کسانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

د سمنګان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماشوم زبير نومېده، د ياد شوي ولايت د مرکز ايبک د کارته سبز اوسېدونکی او د شپږم ټولګي زده کونکی و.

د هغه په وينا، د پوليسو لومړنۍ پلټني ښيي چې نوموړي ماشوم تېر ماښام په خپل کور کې د پړي په وسيله خپل ځان زندۍ کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د ځان وژنې د دې پېښې د لامل معلومېدو لپاره د پوليسو څېړنې دوام لري.

خو د نوموړي ماشوم يوه خپلوان چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې ياد ماشوم هغه مهال خپل ځان زندۍ کړی چې مور يې په کور کې په شته حوض کې د لامبو له وهلو منع کړی و.

د سمنګان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله تر اوسه پورې زندۍ څلور نورې قضيې هم ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا، له دې وړاندې د ايبک د سرکنده کلي اوسېدونکي او دارالعلوم زده کونکي ۲۰کلن ځوان،د ايبک د لرغان کلي اوسېدونکي ۱۷کلن زلمي، يوې ۱۴کلنې نجلۍ،د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوالۍ يوې ۲۰کلنې نجلۍ هم ځانونه زندۍکړي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.