ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر او ننګرهار کې درې ملکي وګړي ووژل شول

لوګر او ننګرهار کې درې ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
1 May 2018 - 17:23
لوګر او ننګرهار کې درې ملکي وګړي ووژل شول
author avatar
1 May 2018 - 17:23

پل علم، جلال اباد (پژواک، ١١ غويى ٩٧) : په لوګر او ننګرهار کې د عامو وګړو پر موټرو د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د غويي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د ولايت د مرکز پل علم ښار اړونده د چاوڼۍ په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودنه د ملکي وګړو پر يوه هينو موټر شوې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو تن ټپي دى.

نوموړي وويل، ماين د طالبانو له خوا دولتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى شوى و، خو پر ملکي وګړو يې چاودنه کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، نن ماښام نږدې شپږ نيمې بجې د جلال اباد ښار د اطفايې کوڅې په مربوطاتو کې په کرولا موټر کې چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک اژانس ته وويل چې د قاري صداقت په نوم د نرسرۍ والا (د ګلانو او بوټو روزونکي) کرولا موټر کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو او يا هم چسپکي ماين چاودنه کړې، چې له امله يې نوموړی وژل شوی او موټر يې تخریب شوی دی .

د دې چاودنې مسووليت هم چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.