ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر يوه جومات هوايي بريد کې طالبانو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې پر يوه جومات هوايي بريد کې طالبانو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 May 2018 - 13:23
هلمند کې پر يوه جومات هوايي بريد کې طالبانو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 May 2018 - 13:23

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ غويى ۹۷): د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نادعلي د ټولنيزې شورا يوه غړي د نوم نه اخيستو په شرط د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د کوفکي په سيمه کې د لمانځه پر مهال پر يوه جومات هوايي بريد شوی دی.

سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر لسو ډېر په کې ملکي وګړي وژل شوي او ځيني نور ټپيان دي.

د ټولنيزې شورا ياد غړي وويل چې په دې سيمه کې طالبانو تلاشي کوله، خو کله چې ټول په لمانځه ودرېدل، هوايي بريد وشو چې د ملکيانو تر څنګ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه په دې اړه چې څو طالبان او څو ملکي خلک دي، کره معلومات نه درلودل خو ويې ويل چې دلته هره ورځ وسله وال طالبان تلاشۍ کوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه بريد د طالبانو پر يوه ګروپ شوی چې يوازې اووه طالبان وژل شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې په وژل شوو کې د ملا تور جان په نامه د هغوى يو قوماندان هم شامل دى.

هغه د ملکي خلکو وژنه رد کړه.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، دغه بريد افغان ځواکونو کړی چې په کې ۶ وسله وال وژل شوي، هغه هم د ملکي خلکو وژل کېدل رد کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.