ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مريم امرخېل: پکتيا په تعليمي برخه کې اساسي کار ته اړتيا لري

مريم امرخېل: پکتيا په تعليمي برخه کې اساسي کار ته اړتيا لري

author avatar
2 May 2018 - 15:45
مريم امرخېل: پکتيا په تعليمي برخه کې اساسي کار ته اړتيا لري
author avatar
2 May 2018 - 15:45

ګردېز (پژواک، ١٢ غويى ٩٧): په افغانستان کې د تعليمي برخې فعاله او د سولې مبارزه مريم امرخېل پکتيا ته په سفر کې ويلي چې دغه ولايت په تعليمي برخه کې اساسي کار ته اړتيا لري.

پکتیا ته په سفر کې امرخېله په مرکز ګردېز او احمدابا ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ديني مدرسې او ځينو ښوونځيو ته ولاړه، له ځينو ښوونیزو بنسټونو يې ليدنه وکړه او د زده کوونکو ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

نوموړې د تشويق لپاره پر سلګونو ماشومانو قلمونه، کتابچې او قرطاسيه ووېشل او له زده کوونکو يې وغوښتل چې د روښانه راتلونکي لپاره په پوره اخلاص زده کړې وکړي.

دې په تعليمي برخه کې شوی کار خورا ناکافي ياد کړ او ويې ويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې لا هم ګڼ زده کوونکي ان لومړنيو تعليمي اسانتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

هغې زياته کړه چې د ښوونځيو د ودانيو، ښځينه ښوونکو او مناسب ښوونیز چاپېريال نه شتون په دې برخه کې لويې ننګونې دي.

نوموړې ژمنه وکړه چې د زده کوونکو د فکري ودې لپاره به په پکتيا کې د ساينس لومړنی روزنيز پارک جوړ کړي.

مريم پژواک ته وويل: ((زما موخه د سولې او امن پيغام راوړل او لوی هدف مې د سولې او امن لپاره د تعليم په برخه کې کار کول دي، چې څنګه کولی شم خپلې ټولنې ته دا پيغام ورسوم چې دوی خپل اولادونه، که هغه نجونې وي او که هلکان، مکتبونو ته واستوي؛ د نجونو برخه لا هم تته ده او په دې برخه کې ځينې ستونزې شته. ما د دوی خبرې واورېدې، له ولایتي چارواکو سره مې شريکې کړې او له نورو لارو يې هم حل ته تر وسه کار کوم.))

امرخېل د پکتيا له ځينو مېرمنو او د اړوند رياست له مسوولينو سره هم وکتل او ويې ويل چې په دې ولايت کې به د مېرمنو د اقتصادي بساينې لپاره هم ځينې اقتصادي پروګرامونه پلي کړي.

هغه وايي: ((لکه څنګه چې مرغه په يوه وزر پرواز نه شي کولی، همدارنګه ټولنه هم له مېرمنو پرته پرمختګ نه شي کولی. زه د مېرمنو په اړه له مېرمنو او مشرانو سره کېناستم، چې له نورو سره اوږه په اوږه پرمختګ وکړي؛ زه د ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره اقتصادي پروګرامونه لرم او د دوی اړتيا، اخلاص او مينې ته په کتو به تر وسه عملي کارونه وکړم.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازي له مريم امرخېل څخه مننه وکړه چې پکتيا ته توجه کوي او د ساينس پارک لپاره د ځمکې ورکولو او نورې مرستې ډاډ يې ورکړ.

کټوازي وويل: ((تعليم او سوله اساسي او سره تړلي موضوعات دي، په پکتيا کې هر ډول فعاليت ته زمينه برابره ده او هر څوک کولی شي په ډاډه زړه کار وکړي؛ موږ په هره برخه کې تر وسه در سره همکار يو.))

د پکتيا د پوهنې مرستيال داود محظوظ خوښي ښيي چې په ښوونيزه برخه کې يې لاسنيوی کېږي او په دې برخه کې يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.