ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قانون نه شتون د انټرنټي جرمونو د ډېرېدو لامل شوی

د قانون نه شتون د انټرنټي جرمونو د ډېرېدو لامل شوی

author avatar
2 May 2018 - 20:15
د قانون نه شتون د انټرنټي جرمونو د ډېرېدو لامل شوی
author avatar
2 May 2018 - 20:15

کابل (پژواک،۱۲غويی۹۷): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په داسې حال کې انټرنټي جرمونو ته د رسېدنې قانون طرحې د نهايي کېدو خبر ورکوي چې په دې برخه کې د قانون نه شتون، د دې لامل شوى چې په افغانستان کې انټرنټ خوندي و نه اوسي او انټرنټي جرمونه ډېر شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير شهزاد ګل اريوبي چې نن يې په کابل کې د (په افغانستان کې د انټرنټ مديريتي کنفراس۲۰۱۸) يا (IGF Afghanistan 2018) کې خبرې کولې، وويل چې عدليې وزارت ته انټرنټي جرمونو ته د رسېدنې قانون استول شوی، هيله ده چې قانوني پړاوونه يې ډېر ژر ترسره او نافذ شي.

د ده په وينا، د دغه قانون په انفاذ او تر لاس لاندې ځينو نورو پروګرامونو په عملي کېدو سره به د انټرنټ کيفيت لوړ شي او د انټرنټ استفاده کوونکو لپاره به لا ډېر خونديتوب رامنځ ته شي.

نوموړي زياته کړه چې وزارت په افغانستان کې د انټرنټ د حاکميت لپاره د انټرنټ د ګړنديتوب، کيفيت، د قوانينو تعديل، طرزالعملونو برابرېدو، سمبال او خوندي ډېټا سنټر شتون ته به پام ډېر کړي.

اريوبي انټرنټ ته لاسرسى د ټولو هېوادوالو حق وباله او زياته يې کړه: "بايد د دولت په شمول هر څوک چې خوندي انټرنټ ته لاسرسی ولري، ځکه له انټرنټ پرته پرمختګ ناشونی دی."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير وويل: "له خصوصي سکتور سره په ګډه کار کوو او هغوی ته امکانات برابروو او د قوانينو پر تعديل کار روان دی او داسې طرزالعملونه جوړوو چې خصوصي سکتور په اسانۍ سره ونډه په کې واخلي."

د افغانستان د انټرنټي ټولنې د بورډ غړي زمريالي وفا وويل چې نننۍ ناسته د مهمو انټرنټي موضوعاتو په اړه د خبرو او د پوهې د لېږدولو لپاره د خصوصي سکتور، حکومت او د پوهنتونونو د راټولېدو په موخه جوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.