کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٧): ولسمشر وايي،په ستره محکمه کې د ملي یووالي حکومت ته له پخوا څخه لسګونه زره قضیې په میراث پاتې وې چې په تېرو درې نیمو کلونو کې ټولې قضیې کتل شوي او هیڅ یوه قضیه له رسیدهګۍ پاتې نه ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د سترې محکمې د قضايي دیوانونو د اجرااتو او د محاکمو او قضائیه قوې د ۱۳۹۶ کال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعو او د قضا عالي سیمینار پر راپورونو، د مکروریانو د استوګنې پروژې په اړه د لويې څارنوالۍ او ښار جوړولو وزارت او د دولتي ارګانونو د غصب شویو جایدادونو په اړه د ځمکو خپلواکې ادارې پر راپورونو بحث او خبرې وشوې.
سرچينه زياتوي، په پیل کې غونډې ته د سترې محکمې د پالیسۍ او پلان رئیس د سترې محکمې د قضايي دیوانونو د اجرااتو او د محاکمو او قضائیه قوې د ۱۳۹۶ کال د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعو او د قضا عالي سیمینار راپورونه وړاندې کړ.
هغه د قضا د عالي سیمینار په اړه معلومات ورکړل، وې ویل چې د قضایي تجربو شریکول، د قانون د حاکمیت انکشاف، د عدالت ټینګښت، د قضایي نظام د مهمو مسائلو په اړه تصمیم نیونه د دې سیمینار د جوړولو موخه وه.
نوموړي څرګنده کړه، په ۱۳۹۶ کال کې د مرکز او ولایتونو په ابتدایه محکمو کې ۵۷۳۱۲ مدني جزائي او د عامه حقونو او تجارت قضیو ته د مرکز او ولایتونو د استیناف د محکمو په دیوانونو کې ۳۰۳۶۰ د مدني جزايي، تجارتي او عامه حقونو قضیو ته او د سترې محکمې په اتوګونو دیوانونو کې ۱۵۸۸۰ قضیې څېړل شوې دي.
قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس وویل، په محاکمو کې د اجرااتو توحید، تجربې، د کمیو پېژندل او هغې ته د حل لارو موندل د دې راپور موخه وه.
هغه زیاته کړه، دا راپور خپرېږي چې د محاکمو له کړنو څخه به خلکو ته د څارنې زمینه برابره شي.
قاضي القضات په دې اړه چې ولې د سترې محکمې د عمل برنامه پلې نه شوه، وویل، په دې برخه کې زموږ ستونزه د بودجې او د محاکمو د جوړولو لپاره د ځمکې نشتوالې دی.
هغه د قاضیانو امنیتي ستونزې ته په اشارې وویل، د کورنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې ریاست په چوکاټ کې د قاضیانو د ساتنې قطعه اته کاله وړاندې جوړه شوه او د هغې د تشکیل د کوچني والي په خاطر وړانديز کېږي چې دا قطعه دې د سترې محکمې اړوند شي او یا دې هم په تشکیلاتو د بیاکتنې په اساس د کورنیو چارو وزارت د یوه معینیت مربوط شي.
ولسمشر د سترې محکمې د کړنو او د یاد راپور له وړاندې کولو مننه وکړه، وې ویل چې ملي یووالي حکومت ته له پخوا څخه لسګونه زره قضیې په میراث پاتې وې چې په تېرو درې نیمو کلونو کې ټولې قضیې کتل شوي او هیڅ یوه قضیه له رسیدهګۍ پاتې نه ده.
هغه زیاته کړه، په تېر کې سترې محکمې پنځه دیوانونه لرل او نن اتو دیوانونو ته رسیدلي چې یو دیوان یې د ښځو د حقوقي ستونزو د حل په خاطر دی او دا یوه ښه لاسته راوړنه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن