ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترافیکي پېښو دایکنډي کې سل کسان مړه کړي دي

ترافیکي پېښو دایکنډي کې سل کسان مړه کړي دي

author avatar
3 May 2018 - 16:59
ترافیکي پېښو دایکنډي کې سل کسان مړه کړي دي
author avatar
3 May 2018 - 16:59

 

نیلي (پژواک، ۱۳ غويی ۹۷): د دایکنډي ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې د نورو پېښو په پرتله ډېره مرګ ژوبله اړوي چې په تېر یو کال کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د دایکنډي ولایت امنیه قوماندان سید باقر مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو شمېرې د اندېښنې وړ دي.

هغه وویل چې تېر او روان کال کې د ترافیکي پېښو له امله نږدې ۱۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې درې سوه نور ټپیان شوي چې په وژل شوو کې ۷۳ نارینه، ۲۲ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.

نوموړي دایکنډي کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی، د نښلوونکو لارو پېچلتیا او د موټر چلوونکو له لوري د قانون له پامه غورځول په ګوته کړل.

په ورته وخت کې فاطمه چې ځوان زوی یې په ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړی وایي: ((په نورو ولایتونو کې میندې خپل زامن د نا امنیو له امله له لاسه ورکوي خو په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې او د لارو خرابوالی زموږ اولاد له موږ څخه اخلي.))

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ترافیکي پېښو له امله رامنځته کېدونکې مرګ ژوبله د هېواد د نورو ښارونو له ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبلې سره برابره ده، د دایکنډي ولایت موقعیت او د سړکونو خرابوالی د دې سبب کېږي چې هر کال سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دایکنډي ولایت د نیلي ښار اوسېدونکي رسول احمدي وویل: ((له بده مرغه سړکونه ډېر خراب او سور یې هم لږ دی خو حکومت اغېزمن او ګټور اقدامات نه کوي.))

هغه زیاتوي چې د ترافیک له قانون څخه سرغړونه او د موټر چلوونکو بې باکي د ترافیکي پېښو زیاتېدا نور لاملونه دي.

له بل پلوه د دایکنډي ترافیکو مدیر رحمت الله ابراهیمي وایي چې د دې ادارې پرسونل تل له هغو کسانو سره چې له ترافیکي قانونه سرغړونه کوي، قانوني چلند کوي او له تېر کال راهیسې له سرغړوونکو څه باندې درې سوه زره افغانۍ جریمه اخیستل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.