ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان- کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د اروزګان- کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
3 May 2018 - 12:03
د اروزګان- کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
3 May 2018 - 12:03

ترینکوټ (پژواک، ١٣ غویی ۹۷): لاریون کوونکو د اروزګان- کندهار لویه لار له شپږو ورځو وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه.

شپږ ورځې وړاندې سلګونو لاریون کوونکو او د یادې لویې لارې مسافرو د کندهار- اروزګان لویه لار او تر څنګ یې د ترینکوټ ښار، د نا امنيو او نورو ستونزو په غبرګون کې تړلي وو.

دوى ويل چې د لارې په اوږدو کې نا امني ډېره شوې، امنيتې پوستې ترې پیسې اخلي او د امنيتي ځواکونو له خوا د بېګارۍ لپاره هم وړل کېږي.

خو پرون ناوخته لاریون کوونکو دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه او مسافرو ته يې د تګ راتګ اجازه ورکړه.

د دغو کسانو له ډلې حمدالله د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ستونزو د حل په برخه کې چارواکو ورسره ژمنې کړې نو ځکه دوى لار د ترافيکو پر مخ خلاصه کړې ده.

هغه وايي: ((موږ ته یې ويلي چې په لار کې د امنيت د ټينګښت لپاره نوې پوستې جوړوي او هغه پوليس به هم له دندو ګوښه کوي چې له خلکو پيسې اخلي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي ميرزا اغا پژواک ته وويل که چېرې چارواکي خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، نو دوى به يو ځل بيا ياده لار د ترافيکو پر مخ وتړي او په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

همدارنګه د اروزګان- کندهار د لويې لارې يوه موټر چلوونکي عبدالله پژواک ته وويل چې لاريون کوونکو د ترافيکو پر مخ لار خلاصه کړې ده.

ده وويل: ((ښه شوه چې دغه لار خلاصه شوه، خلک په ډېرو ستونزو کې وو.))

د همدې موضوع په تړاو د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عبدالقوي عمري پژواک ته وويل چې د خلکو له خوا د مطرح شوو ستونزو د حل په برخه کې دوى ورسره ژمنې کړې دي.

ده زياته کړه: ((د لارې په اوږدو کې په هغو ځايونو کې پوستې جوړوو چې طالبان په کې راوځي او هغه پوليسو ته هم قانوني جزا ورکول کېږي چې له خلکو يې پيسې اخيستې او يا يې هم له مزد پرته کار کولو ته اړ کړي دي.))

د يادونې ده، د يادې لويې لارې د تړل کېدو له امله د نورو ستونزو تر څنګ په اروزګان کې د خوراکي او نورو توکو بيې هم لوړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.