ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیل شو

د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیل شو

author avatar
3 May 2018 - 12:22
د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر پیل شو
author avatar
3 May 2018 - 12:22

کابل (پژواک، ۱۳ غويی ۹۷): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره نن دغه بهیر په رسمي ډول پیل او ټینګار یې وکړ چې د الکترونیکي تذکرو وېش اداره بشپړ ملاتړ له ځان سره لري څو دا ملي بهیر په بریا سره ترسره شي.

د الکترونیکي تذکرو وېش پروګرام په پیل کې د هېواد ولسمشر تر څنګ د هېواد لومړۍ مېرمنې، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمد خان، قاضي القضات یوسف حلیمي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرانو، د عالمانو شورا مشر او د هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو برېښنايي تذکرې ترلاسه کړې.

ولسمشر د الکترونیکي تذکرو د وېش مراسمو په پیل کې وویل چې دغه بهیر د ملي یووالي سمبول دی، په هېواد کې د پرمختګ پر لور یو بل ګام دی او د هر افغان هویت په دې سره ثابتېږي.

همداراز اشرف غني وویل چې د الکترونیکي تذکرو وېش، د نظام جوړونې، د متوازنو خدمتونو پراختیا او وړاندې کولو، د غوره حکومتولۍ، اقتصاد پراختیا او د هېواد وګړو معلومولو په برخو کې اساسي ګام دی، څو پر دغه بنسټ پلانونه جوړ شي چې د بودیجې په لګښت کې به مهم نقش ولري.

هغه وویل چې د الکترونیکي تذکرو وېش اداره له ځان سره بشپړ ملاتړ لري څو دا ملي پروسه په بریالیتوب سره ترسره شي.

ولسمشر په غیر مستقیم ډول د الکترونیکي تذکرو له وېش سره ځینو مخالفتونو ته په اشارې سره وویل: ((شهید مسعود ((قهرمان)) په افتخار سره ویلي وو چې افغان او مسلمان یم  او تذکره زموږ ملي هویت او د یووالي محور دی، هر ځای او هر مکان کې چې یو کولی شو تذکره واخلو.))

غني په ډاګه کړه: ((تر ټولو مهم دلیل چې نن ورځ د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره وټاکل شو، وروستی ترهګريز  برید و،  ډېر امکان شته چې له ځانمرګي بریدګر سره به جعلي تذکره وه، ما ته تر ټولو مهمه پرېکړه د هېواد د وګړو امنیت او خوندیتوب دی او باید پوه شو چې څوک افغان دی.))

نوموړي د دغه مطلب په بیان سره چې د الکترونیکي تذکرو وېش په دې معنا نه دی چې د ورقي تذکرو د وېش بهیر به په ټپه درېږي، هغه زیاته کړه چې ټاکنې له زور او اجبار پرته د خلکو په رایو سره د بدلون یوه وسیله ده  او له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې ورقي تذکرې واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.

په دغو مراسمو کې د وګړو د احوال د ثبت مشر همایون محتاط وویل، د  ویاړ ځای دی چې نن افغان وګړي هم د الکترونیکي تذکرو په وېش سره په نړیوالو معیارونو برابر د نړۍ پرمختللو هېوادونو په څېر هویت کارت ترلاسه کوي چې دا ویاړ د ملي یووالي حکومت مشرانو ته ورګرځي.

نوموړي د الکترونیکي تذکرو وېش بهیر یو مهم او تاریخي ګام وباله، ویې ویل چې دغه بهیر به د  راتلونکو ټاکنو پر روڼتیا او اقتصادي ودې  مثبتې اغېزې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.