ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروردانش : ترهګر به هېڅکله زموږ له خلکو د بيان ازادي وانخيستلى شي

سروردانش : ترهګر به هېڅکله زموږ له خلکو د بيان ازادي وانخيستلى شي

author avatar
3 May 2018 - 18:09
سروردانش : ترهګر به هېڅکله زموږ له خلکو د بيان ازادي وانخيستلى شي
author avatar
3 May 2018 - 18:09

کابل ( پژواک، ۱۳غويى ۹۷): د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې هېواد کې د بیان ازادي بنسټیزه شوې او که ټول ترهګر لاس په لاس هم شي، هېڅکله به هم دا ستره لاس ته راوړنه له افغان ولس څخه وانخلي.

سروردانش دا موضوع په هغو مراسمو کې چې نن د رسنیو ازادۍ نړیوالۍ ورځې( مې درېیمې) په مناسبت کابل کې جوړ شوي و، څرګنده کړه.

 د ولسمشر دویم مرستیال وویل: (( خبریالان او رسنۍ ټوله نړۍ که د قدر وړ دي، ځکه هغوی پاکه او مهمه انساني دنده یعنې د بیان ازادي، د اطلاعاتو رسونه او د خلکو معلوماتو پراختیا مسوولیت پر غاړه لري.))

دانش زیاته کړه: (( افغانستان کې خبریالي کله د سر په بیه تمامیږي چې څرګنده بېلګه یې د غويي ۱۰ مه خونړۍ پېښه ده چې د هېواد تاریخ کې د تورې ورځې په توګه ثبت شوې   او د جنایتکارانو وژنې جرم نور هم درندوي.))

 د غويي ۱۰مه، یوه ډوله خبریالان چې د ځانمرګي برید پوښښ لپاره د کابل شش درک سیمې ته ورغلي وو، د بل ځانمرګي برید هدف وګرځېدل، یاد ترهګریز برید کې ۹ خبریالان ووژل شول او اته نور ټپیان شوي وو، څو ساعته وروسته ناپېژاندو وسله والو یو خبریال په خوست کې پر ډزو وواژه.

د ولسمشر دویم مرستیال دې پېښو ته په اشارې سره وویل: (( هېواد کې د بیان ازادي دومره پیاوړې شوې ده که ټول ترهګر هم یوه خوله شي بیاهم دا ستره لاس ته راوړنه له خلکو څخه نه شي اخیستی؛  نه طالبان، نه القاعده، نه داعش او ان حکومت هم نه شي کولی چې خلک په تیارو او جبر کې وساتي.))

 یاد حکومتي چارواکي یادونه وکړه چې خبریالان کولی شي خپل کار ته په پرېکنده او استوار ډول دوام ورکړي او د کره معلوماتو په ورکولو سره له وړاندې څخه د تروریستانو له جنایتونو څخه پرده پورته او خپل غچ له ترهګرو واخلي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې چارو مسوول صدیق الله توحیدي، افغانستان کې د خبریالانو کار له ګواښه ډک وباله او ویې ویل چې حکومت دنده لري څو د دوى  امنیت په سمه توګه خوندي کړي او د خبریالانو او رسنیو له نورو وژل شوو کارکونکو سره په دوامدار ډول مرسته وکړي.

 د نوموړي په وینا، تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې د هېواد په کچه شاوخوا ۸۰ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د پرله پسي ګواښونو سربېره بیاهم خبریالان په قوی عزم خپل کار ته دوام ورکوي.

د (( افغانستان ما)) ورځپاڼې خبریال علي رضا احمدي پژواک ته وویل چې دښمنان پر خبریالانو برید سره غواړي څو په یو ډول د بیان ازادي غلې کړي.

خو نوموړي وویل: (( موږ د بیان ازادۍ ته ژمن یوو او په دې برخه کې به د لا ډېر فعالیت په ترسره کولو سره د خپلو همکارانو د وژنې غچ ترې واخلو.))

 افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګي(یوناما) د دفتر استازي رینود دیتالي په دې غونډه کې د خبرو پرمهال وویل: (( افغانستان کې د بیان پر ازادۍ ډېر لګښت شوی او موږ د ترهګرو د وروستي وحشیانه کړنو پر وړاندې چې د ۱۱ کسانو ژوند یې واخیست، لاس تر زنې نه شو کېناستی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.