ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صیاد: تر یو میلیون ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده

صیاد: تر یو میلیون ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده

author avatar
4 May 2018 - 12:54
صیاد: تر یو میلیون ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده
author avatar
4 May 2018 - 12:54

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې په ټول هېواد کې د ټاکنو لپاره تر یو میلیون ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نوم لیکنه چې ټاکل شوې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي، د وري په ۲۵مه د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې ده.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې لومړی پړاو د وري له ۲۵ د غويي تر ۲۲مې پورې د ولایتونو په مرکزونو، دویم پړاو د غويي له ۲۵مې د غبرګولي تر اوومې په ولسواليو او درېیم پړاو د غويي له اووم تر ۲۲تم په لرو پرتو کلیو کې ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن (د غويي ۱۴مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر پورن مازدیګر پورې پر شرایطو برابر تر یو میلیون ډېرو کسانو (ښځې، سړي، کوچیان او هندوان) د ولایتونو په مرکزونو کې نوم لیکنه کړې ده.

هغه وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ښه کېږي.

هغه هیله وښوده چې تر ټاکلې مودې (د غويي ۲۲مه) د خلکو د ګډون کچه ډېره شي.

صیاد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د اړتیا په صورت کې به د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر تر څلورو نورو اوونیو وغځول شي، څو خلک له نوم لیکنې پاتې نه شي.

د ټاکنو کمېسیون رییس له خلکو وغوښتل څو په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي او د خپل راتلونکي برخلیک وټاکي.

د هغه په خبره د خلکو د ګډون کچه به د دې پروسې پر روڼوالي اغېز پرېباسي او خلک باید دغه ملي پروسه کمه ونه ګڼي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.