ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
4 May 2018 - 09:20
هلمند کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
4 May 2018 - 09:20

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ غویی ۹۷): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د غويي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ په عبادالله کلف سيمه کې پرون ماښام طالبانو ته کمين نيولی و.

هغه زیاته کړه چې د دغه کمین په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره چې د وژل شوو طالبانو جسدونه، د هغوی درې ميله وسلې، سلګونو مرمۍ او جنګي تجهيزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

افغان وویل چې په دې نښته کې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلي وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د ګرشک په نهر سراج سيمه کې يې د يو بريد پر مهال افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.