ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو پاکستانی چې طالبانو ته د وسلو او مهماتو لېږدولو مسوول دی، نیول شوی

یو پاکستانی چې طالبانو ته د وسلو او مهماتو لېږدولو مسوول دی، نیول شوی

author avatar
4 May 2018 - 14:38
یو پاکستانی چې طالبانو ته د وسلو او مهماتو لېږدولو مسوول دی، نیول شوی
author avatar
4 May 2018 - 14:38

کابل (پژواک، ۱۴ غويی ۹۷): د ملي امنیت ریاست د یوه پاکستاني وګړي د نیولو چې طالبانو ته د وسلو او مهماتو پر لېږدولو بوخت و، خبر ورکړی دی.

د دې ادارې د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګړو قطعو په ځانګړو عملیاتو کې د لقمان په نوم یو پاکستانی چې طالبانو ته د وسلو او مهماتو لېږدولو مسوول دی، په پکتیکا ولایت کې نیولی دی.

سرچینه زیاتوي چې له یاد کس څخه یو ډینا موټر، ۱۱۰ کلاشینکوفونه، ۶۹ تومانچې، درې میله سنېپر ټوپک او ۱۶۸ پارسله بېلابېل ډول مرمۍ ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې یاد کس اعتراف کړی چې د غزني ولایت د طالبانو په دستور یې د پکتیا په ارګون ولسوالۍ کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د وسلو او مهماتو لېږدولو مسوولیت درلود.

سرچینې د دغه کس د نیولو د وخت په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي خو ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.