ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: د قانون د حاکمیت لپاره ټاکنې لازمې دي

اشرف غني: د قانون د حاکمیت لپاره ټاکنې لازمې دي

author avatar
5 May 2018 - 19:42
اشرف غني: د قانون د حاکمیت لپاره ټاکنې لازمې دي
author avatar
5 May 2018 - 19:42

کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٧): ولسمشر غني د قانون د حاکمیت په برخه کې د یوه نوي بحث د ایجاد پر اړتیا ټینګار وکړ او د قانون د حاکمیت لپاره یې ټاکنې لازمې وبللې.

نوموړي دغه خبرې، نن ماسپښین د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې "ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کنفرانس" په غونډه کې په وينا کې وکړې.

دغه ملي کنفرانس چې د لويې څارنوالۍ په نوښت جوړ شوی وو، د هېواد د لومړۍ مېرمن په شمول یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو او څارنوالانو هم په کې ګډون کړی وو، په پيل کې د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دغه کنفرانس د جوړېدو او پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل، له جمهور رئیس او د هېواد له لومړۍ مېرمن څخه یې د ملاتړ له امله مننه وکړه.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل، عدالت ته لاسرسی مهم دی، ځکه زموږ زیات تمرکز به په ناامنو ولسوالیو کې د عدالت پر تامین وي.

هغه هیله وښوده چې د دغو ۲۴۲ نویو ګومارل شویو څارنوالانو چې ۹۳ په کې ښځې دي، د کار له پیلولو سره به عدالت ته د ښځو لاسرسی زیات شي.

لوی څارنوال وویل، پخوا د څارنوالانو د ستاژ او عملي زده کړو دوره یواځې تر کابل محدوده وه، خو اوس دغو څارنوالانو دوه میاشتې کابل او شپږ میاشتې په خپلو ولایتونو کې دا دوره بشپړه کړه او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

ده زياته کړه، د دغو څارنوالانو په ګومارنې سره به په ۱۷ ولسوالیو کې چې تر دې مهاله په کې څارنوالۍ فعالې نه وې، فعالې شي او په نږدې راتلونکې کې به په پنځوس نورو ولسوالیو کې دې ته ورته څارنوالۍ فعالې او په مجموع کې به په ۲۹ ولایتونو کې ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ فعالې شي.

ورپسې ولسمشر محمد اشرف غني، په پیل کې نويو ګمارل شویو څارنوالانو په ځانګړې ډول ۹۳ ښځینه څارنوالانو ته، مبارکي ورکړه، وې ویل: تاسې ښځې او نارینه څارنوالان هغه څوک یاست چې د ګډ لیدلوري په درلودلو سره به د هر ډول تاوتریخوالي مقابل کې درېږئ.

ده د عدالت، د قانون حاکمیت او شفافیت د تامین په برخه کې د لوی څارنوال د هلوځلو مننه وکړه، وې ویل: "د لويې څارنوالۍ او قضایه قوې استقلال ډېر مهم دی، نن تاسې ته مهمه تحفه درکول شوه او هغه قران شریف دی چې زه هر وخت ورته مراجعه کوم، ځکه خو دښمنان زما اراده نه شي ماتولی، دغسې باید ستاسو اراده هم استواره وي."

 هغه زیاته کړه، تاسې یواځې د څارنوالۍ مامورین نه یاست، بلکې تاسې د شریعت او عدالت پلي کوونکي یاست، اساس عدالت دی که عدالت نه وي، د کایناتو نظم ماتېږي، ځکه د څارنوالۍ استقلال د امنیت او ثبات لپاره مهم اصل دی او کله چې عدالت تامین شي، جنګ څنډې ته کېږي.

نوموړي په ټولنه کې د ښځو نقش ته په اشارې هغوی ته په خطاب کې وویل، موږ څلوېښت کاله ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل، خو تاسې باید دا حالت بېرته په څلورو کلونو کې جبران کړئ، افغان ښځې د نوي افغانستان استازې دي چې په ملي اسلامي ارزښتونو سمبالې دي.

د ده په وينا، تاسې له جنګه ثبات او له تاوتریخوالي سولې ته د انتقال نسل یاست.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.