ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخابي: د معلولينو د حقونو رعايت لپاره د واده قانون د تعديل طرحه په پام کې نيسو

بلخابي: د معلولينو د حقونو رعايت لپاره د واده قانون د تعديل طرحه په پام کې نيسو

author avatar
5 May 2018 - 17:30
بلخابي: د معلولينو د حقونو رعايت لپاره د واده قانون د تعديل طرحه په پام کې نيسو
author avatar
5 May 2018 - 17:30

کابل (پژواک، ۱۵ غويی ۹۷): د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مشر د ودونو په تالارونو کې د معلولو کسانو د حقونو د نه رعايت له امله د اندېښنو په غبرګون کې وايي چې د واده قانون د تعديل طرحه به په پام کې ونيول شي.

يو شمېر معلول کسان وايي چې دوی د ودونو په ډېرو تالارونو کې د لازمو اسانتياوو په ځانګړې توګه د ويلچر په وسيله د تګ راتګ لارو نه شتون له امله له جدي ستونزو سره مخ دي، او ټينګار کوي چې دغه ستونزه په ډېرو دولتي ادارو او عامه ځايونو کې هم شتون لري.

د ملي اردو پخوانی افسر، ۵۸ کلن محمد افضل فايق چې په جګړه کې يې خپلې دواړه پښې په ورانه کې پرې شوې، پژواک خبري اژانس ته وويل: "هغه کسان چې په ډېرو پيسو سره د ودونو تالارونه جوړوي، بايد په پام کې ولري چې په دې جګړه ځپلي هېواد کې معلولين هم ژوند کوي او بايد د هغوی لپاره اسانتياوې په پام کې ونيسي."

هغه چې اوس په کابل کې ژوند کوي زياته کړه: "موږ نه يوازې د ودونو په تالارونو او هوټلونو کې له خپلو حقونو بې برخې يو، بلکې په ډېرو روغتونونو، کلينيکونو او ان جوماتونو کې هم په اسانۍ سره تګ راتګ نه شو کولای؛ ځکه د معلولينو لپاره د تګ راتګ لاره نه ده جوړه شوې."

د احمد شاه په نامه يو بل معلول چې په کابل کې ژوند کوي، وويل چې د ودونو په ډېری تالارونو کې د معلولو کسانو په اړه فکر نه دی شوی چې څنګه تګ راتګ وکړي.

هغه وويل: "په ډېری دغو سالونونو کې د معلولينو لپاره د تګ راتګ لارې نشته او نه هم لفټ يا بله متحرکه وسيله شتون لري چې موږ ښکته او پورته يوسي."

د "معلولينو اجتماعي مرکز" غير دولتي بنسټ اجرائيه مشر سيف الدين نظامي پژواک ته وويل چې دغه ستونزه ډېره جدي ده او ټول خلک بايد د معلولينو ستونزې په پام کې ونيسي او په عامه ځايونو کې د هغوی د تګ راتګ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمد زي د معلولينو دغو ستونزو ته په اشارې سره وويل چې لازمه ده ټول غير دولتي مرکزونه، بنسټونه او ادارې د معلولينو حقونه مراعات کړي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په دغه وزارت کې يوازې شاوخوا۱۳۰زره جنګي معلولين ثبت شوي دي.

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وياند وويل چې اړينه ده معلولينو ته د وادونو تالارونو په شمول په ټولو ودانيو کې ځانګړې اسانتياوې په پام کې ونيول شي.

خو د ښار او کور جوړونې وزارت وياندې نيلوفر لنګر وويل چې خصوصي برخه بايد ودانيو جوړولو په ځانګړې توګه د ودونو تالارونو جوړولو پر مهال د معلولو کسانو ستونزه په پام کې ونيسي او د هغوی لپاره ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي.

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون مشر محمد حسن شريفي بلخابي د معلولينو د ستونزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې په دولتي او عامه ځايونو کې دې د معلولينو لپاره د لازمو اسانتياوو نه شتون، د اندېښنې وړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.