ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د حکومت مشران دې د برېښنايي تذکرو په اړه خپل اختلافونه حل کړي”

” د حکومت مشران دې د برېښنايي تذکرو په اړه خپل اختلافونه حل کړي”

author avatar
5 May 2018 - 18:25
” د حکومت مشران دې د برېښنايي تذکرو په اړه خپل اختلافونه حل کړي”
author avatar
5 May 2018 - 18:25

کابل(پژواک،۱۵غويی۹۷): د ولسي جرګې ځينې غړي، د برېښنايي تذکرو په اړه د ملي يووالي حکومت د مشرانو د اختلاف په اړه د اندېښنې په څرګندولو سربېره وايي چې د دغو اختلافونو دوام، هېواد د بحران لوري ته بيايي او بايد ژر تر ژره يې د پای ته رسولو لپاره حل لاره پيدا شي.

د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وويل:"د برېښنايي تذکرو د وېشلو په اړه د حکومت د مشرانو ترمنځ رامنځ ته شوی اختلاف د هېچا په ګټه نه دی او دښمن له دغه وضعيت څخه ګټه پورته کوي."

هغه زياته کړه:" ښه داده چې ولسمشر او اجراييه رييس،د ملي پرېکړو په اړه اجماع ولري او يو او بل ومني."

نوموړي دغه راز وويل چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ شته اختلافونه، د هېواد پر روان حالت  منفي اغېزه کړې او ملي ګټو ته زيان رسوي.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي عبداللطيف پدرام وويل چې د تذکرو د وېش بهير د خلکو د ارادې خلاف پيل شوی او په اوسنيو مشخصاتو لرونکې برېښنايي تذکرې پر نورو قومونو د يوه قوم د هويت ور تپل دي.

د هغه په وينا، د برېښنايي تذکرو د وېشلو په اړه د ولسمشر پرېکړه، له خلکو سره د جګړې اعلان دی او موږ به يې پروړاندې ودرېږو.

پدارم زياته کړه:" د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهير بايد د اساسي قانون له مخې چې دوه کاله مخکې د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تصويب شوى و، پيل شي، نه د هغه تقنيني فرمان له مخې چې په دې وروستيو کې د ولسمشر له خوا صادر شوی دی."

د ولسي جرګې نورو استازو هم ځينو يې د ولسمشر له پرېکړې د هرکلي او ځينو نورو يې د برېښنايي تذکرو له وېشلو سره مخالفت په اړه خبرې وکړې.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي چې درې ورځې وړاندې يې له يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره د برېښنايي تذکرو د وېشلو د پيل په مراسمو کې له ولسمشر سره ملګرتيا کوله، د ولسي جرګې د ځينو استازو د نيوکو په غبرګون کې له خپلې دغې پرېکړې څخه دفاع وکړه.

نوموړي وويل:" زه ولاړم خپله تذکره مې واخيستله او اساسي قانون مې تطبيق کړ او هېڅوک حق نه لري چې د تذکرو د وېشلو پروګرام ته د تګ يا نه تګ په اړه اعتراض وکړي."

د برېښنايي تذکرو د ويشلو بهير د تېرې پنج شنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د لومړنۍ تذکرې په اخيستلو سره پيل شو، خو اجراييه رييس عبدالله عبدالله ددغه بهير له پيلېدو سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې دا کار مشروع نه دی او په هېواد کې د کړکېچ رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

په برېښنايي تذکرو کې د مليت پر ليکلو سربېره، د ملت په توګه د افغان کلمه ليکل کېږي او عبدالله عبدالله وايي چې په دې برخه کې ملي اجماع شتون نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.