ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قادس کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

قادس کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
5 May 2018 - 15:11
قادس کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
5 May 2018 - 15:11

قلعه نو(پژواک،١٥ غويى۹۷): د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ په لنګر سيمه کې د دولتي ځواکونو په هوايي بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د قادس ولسوال ميرزاعلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو د تېرې مازيګر په دغه هوايي بريد کې شپږ طالبان ټپيان شوي هم دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د غويي په دويمه شپه د قادس ولسوالۍ اړوند لنګر سيمه د طالبانو لاسته لوېدلې وه، خو ميرزاعلي يوه ورځ وروسته وويل چې د لنګر په سيمه کې نه دولتي ځواکونه شته او نه هم وسله وال مخالفين.

خو ولسوال اوس وايي چې په لنګر سيمه کې وسله وال طالبان وو او دولتي ځواکونو د تېر مازيګر تر هوايي بريد وروسته دغه سيمه ونيوه.

د لنګر سيمې يوتن اوسېدونکى عبدالرحيم په دغه سيمه کې د څلورو طالبانو وژل تاييدوي، خو وايي چې د طالبانو د ټپيانو په اړه معلومات نه لري.

هغه وايي، چې تېره شپه دولتي ځواکونه لنګر ته ننوتل خو نن يې بېرته سيمه پرې اېښې ده.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.