فيض اباد(پژواک،۱۵غويی۹۷): د بدخشان ولايت ځايي سرچينې وايي چې ددغه ولايت د تشکان او داريم ولسواليو ترمنځ سيمه کې د طالبانو د يوه کمين په پايله کې د ولسي پاڅون کوونکو د دوو قوماندانانو په ګډون، څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د تشکان او داريم ولسواليو ترمنځ په کشو سيمه کې يو شمېر ولسي پاڅون کوونکي چې غوښتل يې د تشکان ولسوالۍ نورو دولتي ځواکونو مرستې ته ورشي، د طالبانو له کمين سره مخ شوي دي.
نوموړي وويل چې د طالبانو په دغه کمين کې د ګلستان او داوود په نامه د ولسي پاڅون کوونکو دوه قوماندانان او د هغوی دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د بدخشان د ولايتي شورا مشر ډاکټر احمدصميم وويل چې داوود او ګلستان په داريم ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پياوړي قوماندانان وو چې له طالبانو سره په مبارزه او امنيت په خونديتوب کې يې مهم رول درلود.
نوموړي وويل چې په تشکان ولسوالۍ کې اوس هم جګړه روانه ده او که سيمې ته مرستندويه ځواکونه ونه رسېږي، ښايي وضعيت لا خراب شي او طالبان ځينې سيمې ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن